شک او اندېښنې؛ افغان سیاستوال د سولې پرمختګ ته خوښ دي

په کابل کې نن د پخواني جهادي رهبر حضرت صبغت‌الله مجددي د مړینې لومړي تلین نمانځغونډه کې سياسيونو د امریکا او طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمېدو په اړه د احتمالي هوکړې له خبره خوشحاله دي.

د تاوتریخوالي د احتمالي کمېدو هوکړه چې د افغانستان دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو پیل لپاره لومړنی مهم ټکی ګڼل کېږي، اوس د امریکا د مېز پر سر دی.

د ملي يووالي حکومت اجرايیه رییس عبدالله عبدالله وايي، هیلې رامنځته شوي، خو ټولې چارې په حل کېدو نه دي؛ خو د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی  بيا وايي، سوله دې خدای تعالی راولي.

سولې ته د رسېدو او د سولې خبرو اترو د پلاوي رامنځته کولو پر سر د افغانستان د سیاسيونو ترمنځ د اختلاف ټولیز لامل، د دوی بېلابېلې غوښتنې دي.

 د امریکا او طالبانو ترمنځ د احتمالي هوکړې په صورت کې، په کور دننه احتمالي لانجو رامنځته کېدو ډېر شمېر سیاسيون اندېښمن کړي دي.

 که څه هم د سیاسي فعالانو ډلې، د خبرې کوونکي پلاوي په رامنځته کولو کې د جمهوري اسلامي نظام تر چتر لاندې د سیاستوالو او دولت په ګډو کوښښونو ټینګار کوي؛ خو له نه جوړېدو وېره لري.

 د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال یونس قانوني یو له دغو وېرېدونکيو دی.

د محمد اشرف غني په حکومت کې د افغانستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار حنیف اتمر وايي، د افغانستان د اسلامي جمهوریت تر چتر لاندې له نه جوړېدو او د پلاوي د رامنځته کېدو د وتلو لپاره، نقشه لري.

د اتمر په خبره، د ملي مصالحو شورا باید رامنځته شي او خبرې کوونکی پلاوی باید له دغې شورا امر ترلاسه کړي.

نوموړي له سیاستوالو وغوښتل چې ټاکنیز اختلافونه څنډې ته کړي او د ملي مصالحې شورا رامنځته کولو لپاره لاس په کار شي.

دا په داسې حال کې ده چې پخوا تر دې په دولت کې د محمد اشرف غني پلویانو، د مصالحې د عالي شورا د جوړېدو طرحه مخکې کړې وه چې له طالبانو سره د خبرې کوونکي پلاوي لپاره د سلا ورکولو دنده درلوده چې د سولې په اړه د اوامرو د صادرولو سرچينه نه وه.

بل لور ته د محمد اشرف غني سلاکار وحید عمر هیله څرګنده کړې چې امریکا او طالبان هرڅه ژر پایلې ته ورسېږي؛ څو د سولې خبرو اترو پیل لپاره موکې برابره شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام