ولسمشر غني د خپلواکۍ جشن د نمانځنې پر ورځ په یووالي ټينګار وکړ

له برېټانیا د افغانستان د خپلواکۍ بېرته اخیستلو ۹۷ کلیزې مراسم د ولسمشر محمد اشرف غني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ملي دفاع وزارت د ننه د خپلواکۍ څلي ته د ګلونو ګېډۍ په کېښودو ونمانځل او بیا په ارګ کې جوړې شوې غونډې وینا وکړه.

ولسمشر غني وویل، افغانستان له خپلو ملي ګټو نه په شا کېږي او په دې اډانه کې سیمې ته ټیګاوو راتللی شي.

محمد اشرف غني د په هېواد ننه په ملي یووالي ټینګار وکړي او امنیتي ځواکونو ته یې په خطاب وویل، چې دوی غیرسیاسی ووسیږي.

ولسمشر داهم وویل، چې نور هېوادونه له ۹۰ یا ۵۰ کلونو وروسته خپله خپلواکي د تاریخي لاسته راوړنې په توګه نمانځي، خو افغانستان له بده مرغه په داسې حال کې دغه خپلواکي نمانځي چې هره ورځ روانه ناامني له خلکو قرباني اخلي.

غني وویل، ۹ ډلې چې ملګرو ملتونو د ترهګریزو سازمانونو په توګه پېژندلي د افغانستان او نړۍ د نابودۍ له پاره کار کوي.

په ارګ کې د خپلواکۍ نمانځغونډې په مراسمو کې د ملي یووالي حکومت اجرایوي رییس او د هغه مرستیالان نه وو.

ولسمشر وویل، چې امنیتي ځواکونو د هېواد په ختیځ کې د داعش ډلې بېخ ویستلی او په ډول هېواد کې به یې وځپي او ترهګرۍ د نابودولو له پاره یې د نړۍ پر همغږۍ ټینګار وکړ.

په ورته وخت کې دغه ورځ د هېواد په ځینو ولایتونو کې هم ونماځل شوه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام