
د بغلان ولایتي شورا یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې د دې شورا یوې غړې له څو میاشتو راهیسې د شورا په غونډو کې ناسوبه ده.
د سرچینې پر وینا د ولایتي شورا دې غړې یو اروپایي هېواد ته پنا وړې ده.
ویل شوي، چې د ولایتي شورا یو بل غړی هم په بهر کې د پنا اخیستلو هڅه کوي.
د بغلان ولایتي شورا رییس اسدالله شهباز د مېرمن ایماق ناسوبتیا مني؛ خو پهدې اړه له ډېر څه ویلو ډډه کوي.
د بغلان د ولایتي شورا منشي محمد حنیف کهګدای وایي، چې د مېرمن ایماق ۴ میاشتني غیرحاضرۍ په اړه یې د سیمهییزو ارګانونو ادارې ته راپور ورکړی؛ خو تر اوسه یې د ګوښه کېدو په اړه اقدام نهدی شوی.
د کهګدای پر وینا، د قانون له مخې د مېرمن ایماق پرځای باید بل کس ور وپېژندل شي او قانون باید په ټولو افغانانو یو ډول پلی شي.
په همدې حال کې د سیمهاییزو ارګانونو د ولایتي شوراګانو لوی رییس سعید احمد خموش وایي، مدني فعالانو د مېرمن ایماق په اړه درې میاشتې مخکې خبر ورکړی و؛ خو ولایتي شورا شاوخوا دوې اوونۍ مخکې خبر کړل.
خموش زیاتوي، چې د قانون لهمخې کله چې د ولایتي شورا کوم غړی له معقول عذر پرته له ۲۰ ورځو زیات ناسوب شي؛ له توصیې او خبرداري وروسته یې باید پرځای بایلونکی نوماند چې له نورو زیاتې رایې لري، شورا ته ورپېژندل کېږي.
خو د نورضیا ایماق خور او د ولسي جرګې غړې ناجیه ایماق د خپلې خور پناه غوښتنه ردوي، وایي چې هغه د درملنې لهپاره هندوستان ته تللې ده.





