د ټاکنیزو کمیسیونونو غړیتوب له پاره ۳۷۱ کسان شارټ لیست شوي

د ټاکنیزو کمیسیونونو د غړو غوراوي کمیټه وایي، د خپل کار دوه پړاونه يې په بریالیتوب سره پای ته رسولي او ۳۷۱ تنه يې شارټ لیست کړي دي.

د یادې کمیټې غړي یوسف رشید د پنجشنبې په  ورځ (اکټوبر ۲۰مه) په کابل کې خبري غوندې ته وویل، چې ټولټال دوی ته د ۷۲۰ کسانو غوښتن لیکونه ورکړي وو.

ده زیاته کړه، چې له دې شمیرې دوی پر شرایطو برابر کسان په نښه کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې ۳۷۱ پر شرایطو برابر کسان و  او همدارنګه  ۳۳۷ برابر نه او د  ۱۲ غوښتنلیکونه باطل شوي دي.

رشید زیاته کړه، چې په درېیم پړاو کې به پر شرایطو برابرو کسانو نوملړ ولسمشر ته ولیږي.

د قانون له مخې د غواروي کمیټه د ټاکنو کمیسیون مشرتابه له پاره د ۲۱ او د شکایتونو کمیسیون له پاره د ۱۵ کسانو نوملړ ولسمشر ته چمتو او ولسمشر د هغوی له منځه د ټاکنیزو کمیسیونونو مشرتابه پلاوی غوره کوي.  

خبري غونډه کې د غوراوي کمیټې غړې ماري اکرمي بیا د ټاکنیزو کمیسیونو مشرتابه پلاوي ته د لږ ښځینه وو غوښتنلیکونو ور رسیدل د خواشینۍ وړ وبلل.

نوموړي زیاته کړه، چې د قانون له مخې دوی په دغه برخه هیڅ نه شي کولی.

د ټاکنیزو کمیسیونونو غړو د غوراوي کیمټې د ولسمشر له فرمان سره د یوه مشر په ګډون ۵ غړي لري او له څه باندې دوو اونیو راهیسې یې خپل کار پیل کړی دی.    

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام