ارګ: په اساسي قانون کې د تعدیل په موخه لويې جرګې رابللو ته چمتو یو

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند سید ظفر هاشمي سلام وطندار سره د مرکې پر مهال ویلي، چې د ټاکنیز نظام سمون ځانکړي کمېسیون او د غوراوي کمېټې رامنځته کول په حقیقت کې د اساسي قانون تعدیل په موخه د لویې جرې رابللو له پاره د چمتووالي پيل دی.

هاشمي وايي، ولسمشر او اجرایوي رییس هڅه کوي، چې په ټاکلي وخت د اساسي قانون د تعدیل په موخه لویه جرګه دایره کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې د اساسي قانون له پاره د لویې جرګې رابلل د ولسي جرګې او ولسوالیو شورا ټاکنو پورې تړلې دي.

باید وویل شي، چې د ملي یووالي حکومت مشرانو د سیاسي هوکړه لیک د دویمې مادې پر بنسټ دغه حکومت به د خپل کار په دوو لومړیو کلونو کې د لومړي وزیر کرسۍ په طرحې باید بحث وکړي.

د لویې جرګې له رابللو مخکې ولسمشر د اجرایه رییس سره په سلا د اساسي قانون تعدیل د مسودې له پاره د یو فرمان پر اساس کمېسیون جوړ کړي.

اجرایه رییس څه وخت مخکې له مدني فعالانو سره په غونډه کې ویلي و، چې د لویې جرګې رابلل به د اساسي قانون پر بنسټ وي.

یو شمېر مدني فعالانو د لویې جرګې رابلل د هېواد په اوسنیو حالاتو کې سخت او د قانون خلاف بولي.

عبدالله ټینګار کوي، هغه چا ته به هیڅ کله اجازه ور نه کړي، چې د خپلو خندونکي کارونو سره د ملت په برخلیک او نوم لوبې وکړي.

اجرایه رییس په دې باور دی، کله چې په هېواد کې د خلکو په رایه او قانوني حکومت موجود وي د لویې جرګې رابللو له پاره اړتیا نشته.

له دې مخکې هم د ملي شورا یو شمېر غړو د ناامنیو له منځه وړلو او د ملي یووالي حکومت سیاسي هوکړه لیک عملي کولو په موخه د لویې جرګې رابللو غوښتنه کوله.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام