کندوز کې د رای‌ورکوونکیو د نوم‌لیکنې له ۷۰ سلنو ډېر مرکزونه غیرفعال دي

کندوز کې د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفتر سرپرست محمد‌رسول عمر سلام‌وطندار ته وايي، د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د رای‌ورکوونکیو د نوم‌لیکنې له ۲۲۰ مرکزونو، ۶۵ هغه فعال او ۱۵۵ نور یې د امنیتي ستونزو له کبله غیرفعال دي.

د ښاغلي عمر په وینا، د کندوز له ۹ ولسوالیو په ۴ ولسوالیو کې یې د رای‌ورکوونکیو نوم‌لیکنې مرکزونه نه‌دي فعال شوي.

د ده په خبره، ۳۰ مرکزونه په ولسوالیو او ۳۵ په مرکز کې فعال دي.

د کندوز ولایتي شورا مشر محمدیوسف ایوبي وايي، که‌چېرې ځېنو ولسوالیو کې نوم‌لیکنه ونه‌شي او د دې ولسوالیو اوسېدونکي د خپلو ولسوالیو شورا غړي نه‌شي ټاکلی؛ د ټاکنو بهیر به نیمګړی شي.

د کندوز د چهاردرې او قلعه‌زال ولسوالۍ دوه تنه اوسېدونکي بسم‌الله او جهانګیرخان وايي، حکومت اړ دی د دوی د دوی په ولسوالۍ کې د نوم‌لیکنې زمینه برابره کړي.

دوی زیاتوي، ټاکنو کې ګډون د دوی مسلم حق دی.

په ورته وخت کې د کندوز امنیې قومندانۍ ویاند انعام‌الدین رحماني وايي، د اقتاش او کلای‌‌زال ولسوالیو ډېری سیمو کې طالبان واکمن دي او په همدې دلیل نه‌دي توانېدلي چې د رای‌ورکوونکیو نوم‌لیکنې مرکزونه پرانیزي.

د ښاغلي رحماني په وینا، ګډو امنیتي ځواکونو تدابیر نیولي او ډېر ژر به د اقتاش او کلای‌‌زال ولسوالیو امنو سیمو کې د رای‌ورکوونکیو نوم‌لیکنې مرکزونه فعال شي.

کندوز کې د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو کې د ګډون له‌پاره د رای‌ورکوونکیو نوم‌لیکنې پروسې له پیل راهیسې، تراوسه پورې څه باندې ۵۳ زرو کسانو نوم‌لیکنه کړې، شاوخوا ۱۸زره یې ښځې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام