
هغه پنځه نوماندان ـ چې نومونه یې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له لوري د نوماندانو له نوملړه غورځېدلي ـ له خپلو ملاتړو سره د ټاکنو خپلواک کمېسیون مخې ته راټول شوي او د دې کمېسیون دروازه یې تړلې ده.
محمدقیس حسن، ملا ترهخېل محمدي، حاجي شېرعلي احمدزی، محمداکبر ستانکزی او زرداد فریادي هغه کسان دي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون دروازه یې تړلې او وايي چې دوی له کوم مشخص دلیله پرته د ولسي جرګې د نوماندانو له لېسته غورځول شويدي.

دا کسان خبرداری ورکوي، چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له دوی سره سیاسي چلن کړی او که یې غوښتنو ته رسېدهګي ونهشي او تور پرې ثابت نهشي؛ د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دروازه خلاصول لا څه چې د کابل څلور واړه دروازې به بندې کړي. د دوی په وینا که پوری شوی تور پرې ثابت شي؛ نه یوازې دا چې له نوماندۍ به تېر شي، بلکې حاضر دي چې محکمه شي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دوې ورځې مخکې د هغو ۳۵ کسانو نوملړ اعلان کړ چې د ولسي جرګې له نوملړه غورځول شويوو.





