
د غوراوي کمېټې پخوانی غړی فهیم دشتي د ځېنو حکومتي چارواکو نومونه افشا کړل، چې د ټاکنیز سمون په پروسه کې لاسوهنه کوي.
دشتي له دې مخکې د رسنیو او خبریالانو په استازیتوب د غوراوي کمېټې غړیتوب ته ورپېژندل شوی و.
دی وايي، چې د ملي امنیت شورا سلا کار حنیف اتمر، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي او په سیاسي چارو کې د ولسمشر ځانګړی سلا کار اکرم خپلواک د ټاکنیز سمون په اوسنیو سمونونو کې لاسوهنه کوي او د ټاکنیز سمون چارې د دوی په خوښه مخته ځي.
فهیم د شتي نن (سه شنبه) په یوې خبري غونډه کې وویل، چې دغو کسانو په ټاکنیز نظام کې د سمون راوستلو فرمان د قانون خلاف ملي شورا ته ولېږه او دغه فرمان یې د ملي شوار له خوا رد کړ؛ خو ولسمشر اوسنۍ فرمان چې د دوی د موخو سره برابر دی، پرته له دې چې ملي شورا ته یې ولېږي په رسمي جریده کې یې خپور کړ.
همدا ډول دشتي د ولسي جرګې په رییس، د مشرانو جرګې رییس، د سترې محکمې رییس، په اساسي قانو د څار کمېسیون رییس او د بشري حقونو کمېسیون په رییس نیوکې وکړې.
دی وايي، چې د اوسنیو کمیشنرانو په غوراوي کې دغو رییسانو او دولتي ادارو ونډه لرله.
دشتي وویل، د غوراوي کمېټې غړي ۹ تنه ټاکل شوي وو او د ملي امنیت د شورا سلا کار په لاسوهنه یو د رسنیو استازی (دشتي) او بل اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو استازی یې لرې کړل او پر ځایې د مشرانو او ولسي جرګې رییسان وټاکل.

فهیم دشتي وویل، پرته له کوم امتیازه یې دغه څرګندونې وکړې.
د ټاکنیز نظام د سمون کمېسیون غړی صدیق الله توحیدي هم په دې خبري غونډه کې ګډون کړی و.
نوموړي وویل، چې د غوراوي کمېټې د غړیو په ټاکلو کې توازن په پام کې نه دی نیول شوی.
توحیدي وايي، چې د ټاکنیز نظام د سمون کمېسیون په پیشنهادي بسته کې دغه موضوع یې وړاندیز کړې وه، خو حکومت ورته پاملرنه ونه کړه.
هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د ملي امنیت شورا او د اکلیل حکیمي نظر واخلو، خو بریالي نه شو.





