
ځینو خصوصي رسنیو د بهرنیو چارو وزارت د یوې سرچینې له قوله داسې راپورونه خپاره کړي چې ټاکل شوې د هېواد په ډیپلوماټیکه دستګاه کې ډېرې ګومارنې وشي.
د دغو ګومارنو له مخې، سلیمان کاکړ د هند به حیدراباد کې د جنرال کونسل، د هرات پخوانی والي اصف رحیمي په هالنډ کې د سفیر، د کندهار پخوانی والي همایون عزیزي په فرانسه کې د سفیر، د ولسمشر سکرتر مختار په کاناډا کې د سفیر مستشار، د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال مسعود عزیزي په دوبۍ کې د جنرال کونسل، عبدالهادي نجرابي په امریکا کې د افغانستان د سفیرې مرستیال، صفت رحیمي د جرمني په مونشن کې د جنرال کونسل، ظاهر اغبر په تاجکستان کې د افغانستان سفیر، ویس هدایت په کاناډا کې د افغان سفارت مستشار او سهیل هدایت په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د سفیرې مستشار په توګه ټاکل شوي دي.
خو د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم د هېواد په ډیپلوماټیکه دستګاه کې ولسمشر غني ته د نږدې کسانو پر ګومارنې نیوکه کوي او وايي، د اصلاحاتو په نوم دغه ګام په بهرنیو چازو وزارت کې د ولسمشر غني قومي چاڼ دی او له همدې امله د پوښتنې وړ ګڼل کېږي.
د ولسمشر غني پخوانی حقوقي سلاکار عبدالعلي محمدي هم په بهرنیو چارو وزارت کې دغه نوی ګام ناسم بولي او وايي، خلک له ډېر پخوا راهیسې د نامتجانس او انحصاري وضعیت له منځه وړلو لپاره پر مبارزه بوخت دي.
محمدي زیاتوي، که وضعیت همداسې روان وي، خلک به یو ځل بیا د بېعدالتیو پر وړاندې ودرېږي.
موږ هڅه وکړه چې په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ نظر هم ولرو، خو له ډېرو اړیکو سره سره پر دغه کار بریالي نه شوو.

دا په داسې حال کې ده چې بهرنیو چارو وزارت وايي، په دغه وزارت کې بدلونونه د اصلاحاتو او کاري پروسې د ښه کېدو په موخه شوي دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وايي، د اساسي قانون له مخې، ولسمشر واک لري چې له هېواده بهر د سیاسي استازولیو لپاره ډیپلوماټان وګوماري او یا یې له دندې ګوښه کړي.
خو د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنې غړی عبدالوحید فرزهيي وايي، د اساسي قانون په ۶۴مه ماده کې د ډیپلوماټانو د ګومارنې او ګوښه کولو واک قانونمند ولسمشر ته ورکړل شوی، نه د ملي یووالي حکومت مشر ته.
د نوموړي په وینا، که ولسمشر غني ته د ولسمشر په سترګه وګورو، په قانون کې په دې اړه کوم محدودیت نشته، خو په وینا یې، که د ملي یووالي حکومت له لیدلوري ورته وکتل شي، دغه چاره قانوني اړخ نه لري.
له دې وړاندې هم د ولسمشر غني له خوا په دولتي ادارو کې ځان ته د نږدې کسانو پر ګومارنو او له دندې د ځینو کسانو پر لرې کولو نیوکې شوې وې، خو دغو نیوکو ته پام نه دی شوې.
اړوند مطالب:
د بهرنیو چارو وزارت سل ډیپلوماټیک بستونه کمېږي
د بهرنیو چارو وزارت ۴۰۰ کارکوونکي په اړیکو ګومارل شوي
د ارګ او بهرنیو چارو وزارت تقابل د هېواد ډیپلوماسي کمزورې کوي





