د ناټو خبرداری: که افغانستان په خپلو ژمنو عمل ونه‌کړي؛ پرځای يې نور لومړيتوبونه لرو

په بروکسل کې د ناټو سازمان غونډې درېيمې ورځې د اجنډا زیاته برخه د افغانستان پر حالاتو څرخېده.
د ناټو سازمان په عمومي غونډه کې چارواکو وویل، چې دوی په راتلونکي کې هم د افغانستان مالي او سیاسي ملاتړي دي.
دوی دا خبرداری هم ورکړ، که چېرې افغان حکومت په ټاکنو، فساد او نورو برخو کې لازم اصلاحات رانه وړي؛ دوی به د دغه هېواد پرځای نور لومړيتوبونه په پام کې ونیسي.

که څه هم دوی نورو لومړيتوبونو ته اشاره ونه کړه، خو زیاته يې کړه، چې له افغان حکومت سره د دوی مرستې مشروطې دي.

د ناټو چارواکو زیاته کړه، چې اوسمهال افغان امنیتي ځواکونه پياوړي شوي دي.

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ وویل، افغان امنیتي ځواکونه کولی شي، چې د خپل هېواد امنیت په خپله ونیسي.

د ناټو عمومي منشي زیاته کړه، سره له دې چې د افغانستان حالات اوس هم کړکېچن دي؛ خو په زیاتو برخو کې پرمختګونه شوې او د لا ښه‌ والي له پاره يې هڅې روانې دي.

ستولتنبرګ وویل، هېڅکله به دا اجازه ور نه کړي، چې افغانستان د تروریستانو په ځاله بدل شي او دغه هدف ته د رسېدو له پاره به د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي.

هغه وايي، افغان حکومت په سم لوري روان دی او د افغانستان کړکېچ د خبرو له لارې هوارېدلی شي.

ینس ستولتنبرګ له نورو هېوادونو وغوښتل، چې له افغان حکومت څخه ملاتړ وکړي او دوی به هم له هېڅ راز مرستو ډډه ونهکړي.

ده همدارنګه وویل، چې په ۲۰۱۷ م میلادي کال کې به د ناټو ځواکونو د حضور په اړه څېړنه وشي او تصمیم به ونیول شي، چې دوی په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په افغانستان کې پاتې شي او که ووځي.

هغه دغه خبرې د ناټو له کنفرانس نه وروسته د افغانستان د بهرنيو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني سره د خبري ناستې پرمهال کړې.

ستولتنبرګ په غونډه کې د سلام‌وطندار د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې دوی د افغانستان د دولتي چارو پر عصري کولو بوخت دي او د نړېوالې ټولنې سره په ګډه د دموکراتیکو بنسټونو په قوي کولو کې هڅې کوي.

له بل لوري د افغانستان د بهرنيو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني په دغه خبري ناسته کې له افغان امنیتي ځواکونو د ناټو له ملاتړه د مننې ترڅنګ زیاته کړه، افغانستان ته په کار ده، چې د ښې حکومتولۍ، اداري فساد، بشري حقونو او د سولې پروسې په برخه کې ګړندي ګامونه واخلي.

د ویلو ده، چې همدا اوس په افغانستان کې ۱۳ زره د ناټو ځواکونه میشت دي او د افغان ځواکونو د ظرفیت لوړونې او نورو برخو کې کار کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام