
برېښنايي پېژند پاڼو کې د افغان، اسلام او قوم لیکلو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان نن یو ځل بیا په ولسي جرګې لانجې راپورته کړې.
د دغه تقنیني فرمان په اړه د اختلاف غوڅولو په موخه څه موده مخکې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې ګډې کمېټې د رایو په اکثریت هغه تصویب کړ.
خو د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې یوشمېر وکیلانو وویل د ګډې کمېټې پرېکړه نه مني او زیاتوي چې د اساسي قانون ۱۰۰ مادې پربنسټ د یادې کمېټې پرېکړه بې اعتباره ده.
د ګډې کمېټې غړی عبدالقیوم سجادي وايي چې ګډې کمېټې د اساسي قانون معیارونه په پام کې نه دي نیولي او په هغه ورځ د ګډې کمېټې څلور غړي حاضر نه وو.

د ښاغلي سجادي په وینا، که د قانون پر بنسټ ونه شي کړی د نظر اختلاف حل کړي دا پرېکړه رد ده.
د ګډې کمېټې مصوبې مخالف استازي وایي چې د ولسي جرګې اداري پلاوی د حکومت تر فشار لاندې او د ولسي جرګې غړو سره دوه ګونی چلند کوي.
خو د ولسي جرګې ځینې نور غړي وايي چې دا مسله پای ته رسېدلې او د ګډې کمېټې پرېکړه بیا کتنې او رایې اخیستنې ته اړتیا نه لري.
د ولسي جرګې غړي میربت خان منګل وویل، ډېر قوانین چې د ولسي او مشرانو جرګو ګډې کمېټې تصویب کړي د یادو کمېټو غړیو نصاب پوره نه وو.
له دې ټولو سره سره د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي وویل چې د نصاب په پوره کېدو به د ګډې کمېټې پرېکړې مخالفو استازو وړاندیز رايې اخیستنې ته وړاندې شي.





