
د افغانستان د اسلامي ملي جنبش ګوند یو شمېر غړيو او د فاریاب ولایت مدني فعالانو د ولسمشر غني د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې چې امیر تیمور ګورګاني ته یې د ګوډ خطاب کړی و، له ولسمشره غوښتي چې بښنه وغواړي.
د ياد ګوند ویاند بشیر احمد تینج وايي، ولسمشر غني باید له ترکتبارانو او د امیر تیمور ګورګاني له پلویانو بښنه وغواړي.
د فاریاب ولایت یو شمېر مدني فعالان هم د ولسمشر څرګندونې سپکاوی ګڼي.
د یاد ولايت د مدني ټولنې رییس سید زین الدین عابدي په دې اړه په يوه جوړه شوې غونډه کې وویل چې ولسمشر غني د دوی د نیکونو په سپکولو سره، د هېواد د ترک تبارانو زړونه ټپي کړي دي.

نوموړي هم له ولسمشره وغوښتل چې د سپکاوي ډوله څرګندونو له کبله دې له خلکو بښنه وغواړي.
په دې غونډه کې منیر معصومي هم وویل، که چېرې ولسمشر د افغانستان له ترکتبارانو بښنه ونه غواړي، دوی به د خپل حیثیت د اعادې لپاره نړیوالې محکمې ته شکایت وکړي.
ولسمشر غني چې امیر تیمور ګورګاني، ګوډ یاد کړل نو په غبرګون کې يې د افغانستان ترکتبارانو غبرګونونو وښودل.
ولسمشرۍ ماڼۍ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ولسمشر موخه امیر تیمور ګورګاني ته په هېڅ ډول سپکاوی نه و.
ومو غوښتل چې په راپور کې د ارګ نظر هم ولرو خو بريالي نه شوو.





