
په قطر کې د طالبانو او د امریکا د استازيو ترمنځ له لس پړاوه خبرو اترو وروسته، دواړه لوري هوکړې ته ورسېدل.
د دې هوکړه لیک پر بنسټ د افغانستان حکومت د بینالافغاني خبرو له پیلېدو وړاندې طالب بندیان خوشې کوي، هغه چاره چې تر اوسه نه ده تر سره شوې.
د ملي يووالي حکومت ځنډ د دې لامل شو چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپل تازه ټوېټ کې له افغان حکومته غوښتي چې د طالب بندیانو د خوشې کولو بهیر له ځنډ پرته تر لاس لاندې ونیسي.
د خلیلزاد په خبره، واشنګټن هیله لري چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ طالب بندیان ژر تر ژره خوشې شي.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل د امریکا د دې غوښتنې په غبرګون کې وايي، د طالب بندیانو د خلاصون لپاره د افغانستان حکومت په موقف کې هېڅ ډول بدلون نه دی راغلی.
دې سره د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپله ټوېټرپاڼه ليکلي چې طالبان ژمنه کوي چې خوشې شوي زندانیان به د سولې هوکړه کې په خپلو کړو ژمنو عمل کوي او د جګړې ډګر ته به نه ستنېږي.
د نوموړي په وینا، د دغې هوکړې نقض به د سولې پروسه کمزورې کړي او زياته کړې يې ده چې ټولې ښکېلې خواوې دې په رسنیو کې له پاروونکيو څرګندونو ډډه وکړي.





