تیفا: سږ کال د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې ناشونې دي

د رڼو ټاکنو بنسټ یا تیفا وایي، د ټاکنو له‌پاره د سیاسي ارادې نه‌شتوالی، د حکومتي مشرانو ترمنځ ناسمې سیالۍ او د ټاکنو د بودیجې بې ځایه لګولو له امله سږ کال ټاکنې ناشونې دي.

د تیفا مشر محمد نعیم ایوب زاده په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل،

د دوی د څېړنو پربنسټ حکومت به سږ کال د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې ونه کړي.

د ایوب زاده پروینا، که سږ کال ټاکنې ونه شي، افغانستان به له ډېرو سیاسي ستونزو سره مخ شي.

ایوب زاده د ولسي جرګې ټاکنو په لار کې ستر خنډ ولسي جرګه بولي او زیاتوي، سربېره په دې تراوسه کمېسیون د رایه ورکوونکو نوملړ او د کمېسیون بودیجه روښانه کړې نه ده.

خو د اجرایوي ریاست ویاند مجیب الرحمان رحیمي بیا وایي، حکومت د ټاکنو ترسره کولو له پاره غوڅه سیاسي اراده لري.

رحیمي وویل، حکومت او نړیوال بنسټونه د ټاکنو کمېسیون سره همکاري کوي، چې دغه کمېسیون د ټاکنو نېټه اعلان کړي.

د تیفا مسوولین د اوسنیو اندېښنو لرې کولو په موخه له حکومته غواړي د ټاکنو له‌پاره د خپلې ارادې په څرګندولو بسنه ونه‌کړي، امنیت ټینګ او په عمل کې ثابته کړي چې سږ کال ټاکنې کېږي.

د دوی پروینا، د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید خپله خپلواکي وښیي او نړیواله ټولنه هم له انفعالي حالته ووځي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام