
«د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لهپاره د نوم لیکنې په برخه کې دولتي مامورینو ته د اسانتیا په اړه په مرکز او ولایتونو کې د دولتي ارګانونو رخصتۍ ورځو لېست» تر سرلیک لاندې په ټولنیزو شبکو کې یو نوملړ خپور شوی چې ښيي دولت د رایورکوونکیو نوم لیکنې په بهیر کې د ګډون په اړه خپلو مامورنیو ته په اوونۍ کې ورځې ټاکلي.
خو د ولسمشرۍ ماڼۍ د مطبوعاتو دفتر سرپرست شاهحسین مرتضوي د دې نوملړ د کرهتوب او ناکرهتوب په اړه څه نه وايي؛ خو ټینګار کوي چې د رایورکوونکیو نوملیکنې په پروسه کې پر دولتي مامورینو او ولسي وګړیو هېڅ ډول زور ـ زیاتی موجود نهدی.
په ورته وخت کې ځېنې دولتي ماموران د نوم نه خپرولو په شرط سلاموطندار ته وویل، دولت په زوره اړ کړي چې نوملیکنه وکړي او مسوولانو یې ورته ویلي چې ارو مرو دې د ټاکنو لهپاره د نوملیکنې په پروسې کې ګډون وکړي.
دغهراز یو معتبرې امنیتي سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط سلامطندار ته وویل، دولتي ماموران ناچاره دي چې د نوملیکنې مرکزونه ته ورشي.

له بلېخوا د هلمند والي او د کندهار امنیې قوماندان اعلان کړی چې په دولتي ادارو کې به د هغو افغان وګړیو عریضې ونه منل شي چې پېژندپاڼې یې د ټاکنو خپلواک کمېسیون لهخوا نه وي په نښه شوي.
د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ یا تیفا رییس نعیم ایوبزاده وايي، چې د دوی له لوري حکومت ته په ورکړل شوې طرحه کې وړاندیز شوی و چې دولتي مامورانو ته هدایت وشي چې د نوملیکنې په بهیر کې ګډون وکړي.
د ښاغلي ایوبزاده په وینا، دولتي مامورانو ته په نوملیکنې کې په هدایت ورکولو کې کومه ستونزه نهشته؛ خو په رایورکولو کې څوک حق نهلري چې تحمیلول وکړي.
د سیاسي چارو شنونکی بشیر بېژن وايي، په ټاکنو کې ګډون خپلواک کار دی او د ټاکنو یا بل بهیر کې ګډون ته د دولتی مامورانو مجبورول د اساسي قانون پر خلاف عمل دی.
د ټاکنو لهپاره د نوملیکنې بهیر د وري پر ۲۵مه نېټه پیل شوی؛ خو په تېرو ټاکنو کې د فساد ترخې تجربې ښيي چې ډېر هېوادوال په ټاکنو د ګډون لهپاره نوملیکنه نهکوي.





