عطامحمد نور پر ارګ او سپیدار ماڼیو توندې نیوکې وکړلې

د بلخ اوسنی والي او د جمعیت ګوند اجرایوي مشر عطامحمد نور د ترکيې هېواد څخه له راستنېدو وروسته په مزار شریف ښار کې د یوې غونډې په ترڅ کې پر ولسمشر محمد اشرف غني او اجرايوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله توندې نیوکې وکړلې.

هغه وویل، چې د ملي وحدت حکومت په ادارو کې استبداد خپل وروستي حد ته رسیدلی او اوسنی حکومت یوازې د څو ځانګړو اشخاصو له خوا اداره کيږي.

دغه غونډه، چې  د نوموړي د ملاتړ کوونکو له خوا په مزار شریف ښار کې جوړه شوې وه، پکې عطامحمد نور دا هم وویل، چې افغانان هره ورځ وژل کيږي، خو د حکومت ځينې چارواکي د پېسو پر ټولولو اخته دي.

عطامحمد نور د تدارکاتو کميسیون په غلا تورن کړ او زیاته يې کړه، چې د قراردادونو لړۍ باید په شفاف ډول ترڅېړنې لاندې ونیول شي.

«غله همدغه دي چې د ورځې نوکري کوي او هغه کسان چې ستر قرادادونه ښکته او پورته کوي او د څوکیو پیر او پلور کوي څوک غل دی؟! غله هغه دي چې صلاحیت، واک لري او د تدارکاتو کمیسیون یې په واک کې دی او نړیوال شریکباڼي هم د همدوی جیبونو ته پیسې ورتویوي.»

نور د خپلو خبرو په بله برخه کې وویل، چې د حکومت له اجرایه رییس عبدالله سره یې ځکه اړیکې پرې کړي چې په حکومتوالۍ کې بې واکه او بې وسه دی.

«ته سپیدار ماڼۍ چې د هغو خلکو له وینو دفاع نه شې کولی چې تاته یې رایه درکړې، ته چې د ملي امنیت شورا، کابینې غړی یې، او د وزیرانو شورا په راس کې یې او ددې خلکو بچیان په وینو لمبیږی، د ټانکونو لاندې کیږي او ته یې دفاع نه کوې شرم دی درته چې د معاش او څو سلاکارانو  درلودلو  له پاره په سپیدار ماڼۍ کې ناست یې».

د بلخ والي همدا ډول داحمد ایشچي د جنسي ځورونې په اړه د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم دوسیه هم سیاسي وبلله.

عطامحمد نور زیاته کړه، چې د افغانستان د ژغورنې ایتلاف عالي شورا په ټولو برخو کې پروګرامونه لري او د ملي یووالي حکومت سمون ته ژمن دی، نوموړی له نړیوالو ملاتړو غوښتنه وکړه، چې ددغه ایتلاف پر وړاندې و نه دریږي.

عطامحمد نور داهم وویل، چې دوی په هیڅ هیواد پورې نه دي تړلي، خو که حکومت کې سمون را نه شی او نړیوال دوستان هم د حکومت پلوي وکړي، د هر هیواد له مرستو به ګټه واخلي.

خو د حکومت ویاندویان وایي، د دغه ایتلاف مشران چې د حکومت غړي دي د حکومت په ټولو لاسته راوړنو او ماتو کې شریک دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام