په بې‌کفایتۍ تورن والي؛ بل ولایت ته تبدیل شو

په وروستیو کې د فراه مستعفي شوی والي محمدعارف شاه‌جهان د میدان وردګو والي په توګه ګومارل شوی‌دی. ښاغلي شاه‌جهان د فراه ولایت د اوسېدونکیو له پراخو اعتراضونو وروسته له خپلې څوکۍ استعفا ورکړې‌وه.

د فراه ولایتي شورا غړی دادالله قانع سلام‌وطندار ته وايي، کله چې ښاغلی شاه‌جهان د فراه والي وو؛ دغه ولایت کې د طالبانو نفوذ پراخ شوی‌و.

د ښاغلي قانع په خبره، د فراه پخوانی والي د چارو سمبالولو وړتیا نه‌لري او خپله یې هم په‌دې خبره اعتراف کړی‌دی.

خو د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ویانده منیره یوسف‌زاده وايي، عارف شاه‌جهان په کار پوه سړی دی او یوې ډلې د خلکو له احساساتو څخه په ګټنې یو شمېر خلک فراه کې د ده پر وړاندې را پورته کړي‌وو.

په‌داسې حال کې چې د فراه د اعتراض‌ګرو په وینا، د ښاغلي شاه‌جهان مدیریتي کمزورتیا د دې لامل شوه چې طالبان د فراه ښار نږدې څنډو ته ځانونه ورسوي. خو ښاغلی شاه‌جهان بیا دا ادعاوې ردوي؛ وايي کله یې چې استعفا ورکوله؛ د فراه امنیت ښه و او ډېری خلک هم د ده له کړنو خوشاله وو.

ښاغلی شاه‌جهان وايي، له څلوېښت کال کاري مخینې سره افغانستان په ښه توګه پېژني او د استعفا اصلي لامل یې هم نړۍ کې د یو نوي دود بنسټ اېښودل وو.

دا لومړی ځل نه‌دی چې په بې‌کفایتۍ او کاري کمزورتیا تورن چارواکي د حکومتي مشرانو له لوري، ورته پوستونو یا له هغه هم لوړو څوکیو ته غوره کېږي.

د حکومت له دا ډول پرېکړو د هېوادوالو پر نیوکو سربېره داسې معلومېږي چې دولت کې خبرې او اعتراض د اورېدلو څوک نه‌شته.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام