د کابل او کوچیانو لومړنیو پایلو په اړه ۱۰۰۰ شکایتونه ثبت شوي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دوشنبې په ورځ د کابل او کوچیانو حوزې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې.

د ټاکنو قانون پر اساس، د ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلانېدو وروسته، معترض نوماندان تر ۴۸ ساعتونو وخت لري چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون سره خپل شکایتونه ثبت کړي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویاند علي‌رضا روحاني سلام‌وطندار ته ویول چې دې کمېسیون د کابل او د کوچیانو ټاکنیزې حوزې لومړنیو پایلو په تړاو تر تېرې شپې پورې ۱۰۰۰ شکایتونه ترلاسه کړي‌دي.

د هغه په وینا، دغه شکایتونه به د قانون له‌مخې وڅېړل او وروستي شي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا اجراییوي مشر یوسف رشید وايي، د کابل او کوچیانو ټاکنو لومړنیو پایلو په تړاو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون چلند د پوښتنې وړ دی.

د ښاغلي رشید په وینا، د څارونکیو بنسټونو له‌پاره د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دریځ کې بدلون او د ټاکنیزو کمېسیونونو چلند غیرمسلکي دی.

د ښاغلي رشید په وینا، د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون باید په جدي او کره توګه شکایتونو سره چلند وکړي او د درغلیو وړ موارده په ډاګه کړي.

د څارونکیو بنسټونو په وینا، د کابل او د کوچیانو حوزې د رایو لومړنیو پایلو سره د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دریځ، د ثبات او پرېکړې نیونې له پلوه د دغه کمېسیون حقوقي موقف، هم تر پوښتنې لاندې راولي.

د کابل حوزې یو معترض نوماند هارون معترف وايي، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون باید د کابل حوزې د رایو په باطلولو پرېکړې ټینګار وکړي، ځکه دې ټاکنیزې حوزې کې پراخې درغلۍ شوې‌دي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له‌دې مخکې د کابل ټاکنیزې حوزې رایې باطلې اعلان کړې وې؛ خو له څه مودې وروسته یې په مشروط ډول خپل دریځه شا تګ وکړ.

د کابل او د کوچیانو حوزې ټاکنو لومړنیو پایلو اعلان د یو شمېر نوماندانو سخت غبرګون سره مخ شو.

معترضو نوماندان د ټاکنو کمېسیون په فساد او رشوت اخېستلو تورنوي، په‌داسې حال کې چې د دې کمیسیون مسوولانو له لوري دا تورونه رد شوي‌دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام