لویې څارنوالۍ ته د ټاکنو کمېسیون د ټولو کمېشنرانو معرفي کول

د ولسي جرګې ځېنې غړي د ټاکنو په مدیریت کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون په کمزورتیا نیوکه کوي او وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د پیسو په اخېستلو او ابتدايي نوم‌لړ کې د نوماندانو نومونو په درجولو سره د تدارکاتو په کمېسیون بدل شوی‌دی.

خو د جرګې د ځېنو نورو غړیو په وینا، د کمېسیون د پخوانیو کارکوونکیو ګوښه‌کول او د نویو کارکوونکیو ګومارل، د اصولو او قوانینو خلاف کار دی.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون ـ چې نن یې د جرګې مشري په غاړه لرله ـ وویل، که څه هم جرګه له ټاکنو وړاندې هم، د ولسي جرګې ټاکنو ترسره کولو په برخه کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون پر وړتیاوو بې‌باوره وه؛ خو ټاکنې د ولسي جرګې د غوښتې خلاف وشوې.

ښاغلی همایون له ولسمشره لویې څارنوالۍ ته د ټاکنو کمېسیون د مشر عبدالبدیع صیاد په ګدون د دې کمېسیون د ټولو کمېشنرانو د معرفي کولو غوښتنه کوي.

هاخوا، د ولسي جرګې غړی ذکریا سودا وايي، کومې پایلې چې د ټاکنو کمېسیون له لوري اعلانېږي، د رایو ورکولو مرکزونو د پایلو پاڼو سره توپیر لري او دا خپله د رایو شمېرلو بهیر کې د پراخو درغلیو ښکارندوي کوي.

د ښاغلي سودا په وینا، شمېرې ښيي چې بدخشان کې د ناامنیو او د دې ولایت د یو شمېر سیمو لارو کې د ستونزو په دلیل، ۳۰ سلنه وګړیو ټاکنو کې ګډون کړی؛ خو تراوسه پورې د دې کمېسیون لومړنۍ پایلې ښيي چې د بدخشان شاوخوا ۶۰ سلنه وګړیو ټاکنو کې حضور کړی‌دی.

ومو غوښتل دې برخه کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون نظر هم ترلاسه کړو؛ خو پر ډېرو هڅو سربېره بریالي نه‌شو.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام