
د ملي یووالي حکومت اجرایوي رییس عبدالله عبدالله وايي چې اوسمهال افغانستان په خراب وضعیت کې دی او قومي او ژبنیو شخړو ته لمنوهل وضعیت له کنټروله وباسي.
ښاغلي عبدالله د پخواني ولسمشرحامد کرزي د لومړي مرستیال مارشال محمدقسیم فهیم د مړينې په ۴ تلین کې وویل چې مارشال فهیم د افغانستان یووالی غوښت او د خپل عمر تر پایه یې د افغانانو د یووالي په اړه له هېڅ شي درېغ ونهکړ.
اجرایوي رییس د خپلو خبرو په یوه برخه کې له طالبانو سره د سولې خبرو په اړه وویل چې د افغانستان په جګړې کې ښکېلو وسلهوالو ډلو ته د حکومت له لوري د سولې دروازې پرانېستې دي.

حکومت د کابل پروسې په دویمه غونډه کې له طالبانو سره د سولې په اړه بېقیده و شرطه وړاندیز وکړ. د ډاکټر عبدالله خبرې هم همدې وړاندیزونو ته په اشارې وې. ولسمشر محمداشرف غني طالبانو ته وړاندیز کړی و، که سولې ته غاړه کېږدي؛ ډله یې د یو سیاسي ګوند په توګه منل کېږي او د اساسي قانون تعدیل ته هم زمینه برابرولی شي.
د ملي امنیت شورا لومړی مرستیال او د مارشال محمدقسیم فهیم زوی ادیب فهیم، ستر درستیز شریف یفتلي، د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي او د حزب اسلامي مشر عبدالهادي ارغندیوال د دې مراسمو وینال وو. د کورنیو چارو وزیر تاجمحمد جاهد د مارشال په یاد جوړې غونډې ته د ولسمشر محمداشرف غني پیغام ولوست.
پخواني ولسمشر حامد کرزي مارشال فهیم یو اغېزناک او د افغانستان د نوي نظام برقرار شخص وبللو. ښاغلي کرزي زیاته کړه چې مارشال فهیم د ګوتو په شمېر کسانو له ډلې و چې د افغانانو یو ووالي ته یې زیات ارزښت ورکولو.
مارشال محمد قسیم فهیم د ورپېښې ناروغۍ له امله له ننه ۴ کاله مخکې لهدې دنیا سره خدای په اماني وکړه.





