د میدان وردګ له زندانه ۹ طالب بندیان خوشې شول

د میدان وردګ ولایت چارواکي وایي, د ولسمشر محمداشرف غني د د ۳۳۶ ګڼه فرمان له مخې د دغه ولایت له زندانه ۹ طالب بندیان خوشې شول.

د میدان وردګ د والي ویاند محب الله شریفزي سلام وطندار ته د دغه خبر د پخلي ترڅنګ وویل چې ۹ طالب بندیان د ولسمشر د حکم له مخې, د یوه ګډ کمېسیون تر پلټونو وروسته خوشې او له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي.

شریفزي زیاته کړه, خوشې شوي بندیان به نور له جګړې لاس اخلي, د سولې او امن په ټينګښت کې به ونډه اخلي او له خپلو کورنیو سره به هوسا ژوند کوي.

د میدان وردګ ولایت چارواکيو د خوشې شویو بندیانو د بشپړ هویت او نورو جزیاتو له ورکولو ډډه وکړه.

خو د امریکا او طالبانو ترمنځ له شوې هوکړې وروسته دا لومړی ځل دی چې د حکومت له بنده ۹ طالب بندیان خوشې کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام