په افغانستان کې د ناټو ملکي سفیر نېکولاس کې د دغه سازمان د اویایمې کلیزې په نمانځغونډې کې وویل چې په افغانستان کې به د ګډې پرېکړې له مخې پاتې کېږو.
نوموړی زیاتوي، ناټو به تر هغې په افغانستان کې پاتې شي چې د وضعیت د بدلون لپاره لازم شرایط برابر شي.
نېکولاس کې وايي، په قطر کې تر څو ځله ناستو وروسته، اوس د رښتینې سولې لپاره ښه فرصت برابر شوی او ښه به وي چې اختلافونه د خبرو اترو له لارې حل شي.
د کې په وینا، اوس باید بینالافغاني خبرې اترې پیل او ټول افغانانو د سولې او د هېواد راتلونکي سرنوشت په اړه خپل نظریات سره شریک کړي.
د ناټو ملکي سفیر زیاتوي، دا خبرې اترې باید د افغان حکومت په محوریت پیل او ټول اړخونه، د ښځو او ټولو قومونو استازي پهکې برخه ولري.
اړوند مطالب:
«امریکا او ناټو له افغانستانه د وتلو ګډه پرېکړه نیسي»





