
یوشمېر مدني بنسټونو کابل کې د یوې غونډې پرمهال له حکومته وغوښتل، چې د ولسي جرګې د ټاکنو نېټه دې ژر اعلان کړي.
د تماس ګروپ په نوم د بېلابېلو مدني ټولنو استازو وویل، د ولسي جرګې ټاکنو ارزښت، ته په کتو له حکومت او ټاکنیزو بنسټونو غواړو، چې د تېرو ټاکنو د ستونزو ارزونې، سیاسي، امنیتي او اقتصادي حالت ته په پام د ولسي جرګې ټاکنو وخت دې مشخص کړي.
په غونډه کې د افغانستان د دریم بهیر مشر الطاف یوسفي له حکومته وغوښتل، چې په ټاکنیزو بنسټونو کې دې د ځوانانو ونډه زیاته کړي.
دوی نیوکه وکړه، چې حکومت په ټاکنیزو بنسټونو کې د ژور سمون ژمنه کړې وه؛ خو تراوسه هم د دوی ژمنې نه دي عملي شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون څو ورځې وړاندې ویلي وو، دوی به د ټاکنو د څرنګوالي په اړه یوه طرحه جوړه او ولسمشر ته به يې وړاندې کړي.
د ټاکنو کمېسیون مسوولینو ویلي، چې د دوی د دې طرحې له تاییدو سره سم به پر خپلې طرحې عملي کار پیل کړي.





