
د ملي مصالحې شورا رییس عبدالله عبدالله نن د افغان سولې په اړه پاکستان ته ولاړ. له نوموړي سره په دغه سفر کې د ملي مصالحې شورا مرستیالان او د پاکستان په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی محمدعمر داوودزی ملتیا کوي.
عبدالله پاکستان ته له رسېدو وروسته د یاد هېواد د بهرنیو چارو له وزیر شاهمحمود قریشي سره لیدلي دي. تر اوسه د دغې ناستې په اړه جزیات نه دي خپاره شوي. ټاکل شوې نوموړی د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان، د دغه هېواد له ولسمشر عارف علوي، د استخباراتو او پوځ له رییسانو او یوشمېر نورو چارواکو سره هم وګوري او پر افغان سولې خبرې وکړي.
هغه به د اسلاماباد د سټراټېژیکو مطالعاتو په انسټېټیوټ کې هم خبرې وکړي.
عبدالله له دغه سفر وړاندې پر خپل ټویټر لیکلي، هیله لري چې سفر به یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په ټولو برخو کې یوه نوې پاڼه پرانېزي.
په افغانستان کې د ناټو قوماندانۍ پاکستان ته د عبدالله سفر په زړه پورې بللی دی. دغه سازمان په یوه ټویټ کې لیکلي چې ناټو د سولې په برخه کې د افغانستان او پاکستان د اړیکو ټینګېدو ملاتړ کوي او د سیمې له لوبغاړو غواړي چې په افغانستان کې د اوږدمهالي ثبات ملاتړ وکړي.
د پاکستان په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازي محمد عمر داوودزي هم ویلي چې افغان پلاوی به سبا له عمران خان سره وګوري.





