
یوه حکومتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي سلاموطندار ته وویل، د قطر بینالافغاني غونډه ځنډېدلې ده.
سرچینه د دغه ځنډ لامل په یاده غونډه کې د حکومت پلاوي نه ګډون یادوي.
دا په داسې حال کې ده چې نن قطر ته د تلونکي پلاوي سفر هم وځنډېد. د یاد سفر د ځنډېدو لامل تخنیکي ستونزې او د ولسمشر پرونۍ وینا بلل شوې وه.
ولسمشر محمداشرف غني پرون په دوحه کې له طالبانو سره له ۲۵۰کسیز پلاوي سره په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ولیدل.
اړوند مطالب:
قطر ته د افغان حکومت د پلاوي سفر وځنډېد
ولسمشر: طالبان له افغان دولت سره له خبرو پرته بله لار نهلري

ښاغلي غني له دې پلاوي وغوښتل چې طالبان د افغانستان له دولت سره خبرو ته قانع کړي او هغوی پوه کړای شي چې له دولت سره له خبرو پرته بله لاره نهلري.
ولسمشر ټینګار کړی چې په دغو فرصتونو کې باید د نظام له دوام او اوسني سیاسي جوړښت له پیاوړتیا په مېړانه دفاع وشي.
محمداشرف غني د سولې له مرکچي پلاوي غوښتي چې د دولت او هېوادوالو استازولي وکړي.
نوموړی وایي، د هېواد اساسي قانون د مرکچیانو لارښود دی.
طالبانو پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د قطر په غونډه کې د حکومت ۲۵۰ کسیز مرکچي پلاوي نوملړ په غبرګون کې ویلي وو چې دوحه له کابله دغه شمېر کسان نه مني.
د طالبانو په خبرپاڼه کې لیکل شويوو، په دا ډول غونډو کې د ۲۵۰ کسانو ګډون دود نهدی او د دغه نوملړ له منځه یوازې محدود سیاسي او قومي مشران کولاې شي د دوحې په غونډه کې ګډون وکړي.
دا داسي مهال ده چې یو شمېر سیاستوال او مدنې فعالان له طالبانو سره د سولې په خبرو کې مرکچي پلاوی حکومتي بولي.





