
د ملي یووالي حکومت اجرایوي رییس عبدالله عبدالله نن «له نري رنځ سره د مبارزې» په نوم جوړې شوې غونډه کې وویل، د سولې خبرو اترو د رهبرۍ او پر مخ بیولو لپاره د واحدې مرجع رامنځته کولو په موخه سلا مشورې پیل شوې دي.
د نوموړي په وینا، په هېواد کې د سولې تامین په برخه کې واحد مسیر او غږ ډېر اغېزناک دی او د یوې ښې استازولۍ لامل هم کېږي.
عبدالله زیاتوي، هېوادوال بیا هغو تېرو تیارو ورځو ته چې حقونه یې پهکې تر پښو لاندې وو، نه ورګرځي او د ټاکنو له لارې غواړي خپل برخلیک وټاکي.
په ورته وخت کې د طالبانو یوه پخواني چارواکي وحید مژده سلاموطندار ته وویل، د حکومت یوستوی سیاست، د سولې خبرو لپاره د هېواد د سیاسونو په منځ کې د اجماع جوړولو خنډ دی.
اړوند مطالب:
د ازبکستان وړاندیز؛ له طالبانو سره په سمرقند کې خبرې وکړئ
عبدالله: حکومت د سولې په خبرو اترو کې د ګډون چمتووالی لري
جان بس: طالبان د دوحې خبرو اترو په اړه ناسم تبلیغات کوي

د مژده په خبره، د سولې په خبرو کې د افغان حکومت موضوع لا روښانه نهده او که حکومت د سولې خبرو پر رهبرۍ فشار راوړي، طالبان به د سولې خبرو ته حاضر نهشي.
مژده وايي، طالبان په قطر کې د سولې خبرو اترو په برخه کې له پرمختګ او پنځم پړاو خبرو اترو مه خوشحاله دي.
د نوموړي په وینا، دا چې طالبان د لنډمهالي حکومت پر جوړېدو ټینګار نهکوي، دا پهدې معنا ده چې پهدې موضوع کې نرمښت ښيي، خو د افغان حکومت له استازیو سره د ښکېلو اړخونو په توګه خبرې کوي، نه د حکومت په استازيتوب.
اجرایوي رییس عبدالله عبدالله داسې مهال د واحدې مرجع د جوړېدو خبره کوي چې څه موده وړاندې په حکومت کې یوې سرچینې سلاموطندار ته په دوحه کې د سولې خبرو په بله دوره کې د اجرایوي رییس د حضور خبر ورکړی و.
ولسمشر غني هم تېره ورځ د پخواني حکومت له چارواکیو او جهادي رهبرانو سره د سولې خبرو اترو په اړه په ارګ کې وکتل او په دې اړه یې خبرې ورسره وکړې.
په ورته وخت کې د ازبکستان د ملي امنیت سلاکار ویکتور محمودوف او د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف له ولسمشر محمداشرف غني سره په لیدنه کې ویلي، که طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو شي، دوی د یادو خبرو اترو کوربهتوب ته تیار دي.





