
ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ چهارشنبه (می۱۹مه) د یو فرمان په صادرولو سره د ښاروالۍ د ترانسپورت مرستیال د کابل نوي ځای ناستي یا سرپرست ښاروال په توګه وګوماره.
دې مسلې ته په کتو یو شمیر کارپوهان باوري دي، چې د حکومت مشرانو ترمنځ اختلاف او د ټینګې ارادې نشتوالي له امله د ځای ناستو فرهنګ دوام لري.
د سیاسي چارو شنونکي لطیف نظري سلام وطندار ته وویل، د ملي یووالي حکومت مشران د خپلمنځي اختلاف له امله اراده نه لري، چې په دولتي ادارو کې د ځای ناستو بهیر ته د پای ټکی کیږدي.
نوموړي زیاته کړه، چې " له بده مرغه د ملي یووالي حکومت مشرانو ترمنځ د نظر اختلاف له امله په هيواد کې اوس هم د ځای ناستي پای ته رسولو له پاره اراده نه لیدل کیږي."
د سیاسي چارو بل شنونکي فاروق بشر هم باوري دی، چې د ملي یووالي حکومت مشرانو ترمنځ اختلاف ترڅنګ د قانون واکمني تشې په سبب د ځای ناستي لړۍ روانه ده.

بشر سلام وطندار ته وویل، حکومت نه دی توانیدلی هغه ځای ناستي چې په واک کې دي، ګوښه کړي ځکه چې زور واکان یې ملاتړ کوي.
هغه وویل: " سره میاشت، ملي امنیت، دفاع وزارت او ځینې نور مهم ارګانونه دي چې ځای ناستي يې اداره کوي، نو په حکومت کې اختلاف، د قانون واکمني نشتوالی او د زورواکانو ملاټر هغه څه دي چې نه پریږدي دا لړۍ پای ته ورسیږي."
په همدې حال کې د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال سلام طندار ته وویل، د ملي یووالي حکومت پرخپلو ژمنو ولاړ دی، خو کله ناکله د دې چارې اړتیا پېښیږي.
نوموړي زیاته کړه، د ملي یوالي حکومت نه غواړي چې په ادارو کې ځای ناستي پاتې شي، خو ځینې وخت د اړتیا له مخې ځای ناستي رامنځته کیږي، چې هغه ته به هم ډیر ژر د پای ټکی کیږدي.
د ویلو ده، چې له دې وړاندې ولسي جرګې داسې یو قانون تصویب کړی چې له مخې یې په دولتي ادارو کې له درې میاشتو زیات ځای ناستی نه شي پاتې کیدی.





