جلال اباد کې د محصلانو محاکمه او پایلې یې

په جلال اباد کې محکمې د ننګرهار پوهنتون هغه ۳۱ تنه محصلان، چې څه موده پخوا نیول شوي وو، مخالفانو سره د اړیکو او ملي بیرغ ته د سپکاوي په تور محاکمه شول.

 په دوی تور و، چې د داعش، طالبانو او حزب تحریر بیرغونه یې پورته کړي او بیا یې د خپل هېواد ملي بیرغ ته سپکاوی کړی دی، چې هر یو یې له دوو کالو نیولې، تر دوو میاشتو پورې په حبس محکوم شول.

په ورته وخت کې ویل کېږي د کابل پوهنتون د شرعیاتو یو استاد داعش سره د ارتباط په تور نیول شوی دی. دا چې دغو محصلانو ته لږه یا ډېره سزا ورکول شوې؛ دا خبره به پرېږدو، خو دا قضیه په خپل نفس کې بې ساري ده او په تېرو پنځلسو کالو کې د لومړي ځل لپاره داسې یوه محکمه دایرېږي، چې هغې کې د د اکاډمیکو ادارو پورې تړلي کسان نیول کېږي او بیا محاکمه کېږي، چې موږ یې په قضايي اداره او د حکومت په سیاست کې د یو ستر بدلون د عطف ټکی ګڼلی شو، چې دا یې پیل دی او محاکمه بلا سیاسي او حقوقي اثار او پایلې لري، چې له هره اړخه پرې بحث کېدلی شي.

دلته څو مهمو ټکو ته نغوته کوو:

لومړی: موږ له تېرو پنځلسو کالو راهیسې د وسله والو مخالفانو په نوم له بېلابېلو ډلو سره په جګړه اخته یو؛ خو بیا هم د دوښمن په اړه یو مشخص تعریف نه لرو، زموږ علمي او تعلیمي موسسات، زندانونه او نورې ادارې د طالبانو او نورو مخالفانو له پاره د سربازګیرۍ تر ټولو ښه مرکزونه وو/ دي. هلته به مخالفانو هر ډول مصونیت لرلو، له هغه ځایه به یې حتا د جګړو لیکو ته ځوانان لېږل او ډېر داسې محصلان وو، چې رخصتیو کې به له کابل پوهنتونه تلل، وردګو او نورو ولایتونو کې به د طالبانو په لیکو کې جنګېدل او چې رسمیات به شروع شول؛ دوی به بېرته خپلو درسونو ته را وګرځېدل. دلته مو په لیلیو او صنفونو کې له نورو محصلانو سره د دوی د جنګ او خشونت ډېرې صحنې ولیدلې، خو هغه وخت نه یوازې حکومت له دوی سره ګزاره کوله، بلکې مهمو دولتي چارواکیو دوی سره مرسته کوله او که به چا څه ورته وویل؛ هغوی به یې مخې ته درېدل او بالاخره به خبره تر دې ورسېدله، چې دوی به د ډیموکراسۍ او د بیان د آزادۍ نه په استفادې لاریونونه راوویستل او په ښکاره به یې د حکومت او نظام پر ضد شعارونه ورکول او پولیسو به یې امنیت نیولی و، چې دغه کار خلک ګنګس کړي وو، نه پوهېدل حکومت یې چا سره جنګېږي، څوک دوښمن بولي او چا ته دوست واييتت.

 په جلال اباد کې د محصلانو له نیولو وروسته دغه لاریونونه یا بېخي بند شوي دي، یا هم ډېر کم تر سترګو شوي دي، چې د دغو محصلانو له محاکمې وروسته، د دې احتمال زیات دی، چې ورته کار په نورو ولایتونو کې هم وشي او بیا څوک زړه ښه نه کړي، چې ناست دلته وي، امکانات د دولت کاروي او مرګ هم په خپل دولت وايي.

دویم: له دغې محاکمې سره په حقوقي نظام کې هم د یو تغییر شاهدان یو، یانې پخوا طالبانو یا نورو غیر قانوني ډلو سره اړیکه، د هغوی په ګټه فعالیت او خبرې کول جرم نه ګڼل کېد، د ملي بیرغ په څېر ملي سېمبولونو او ملي مقدساتو ته سپکاوی که څه هم په قانون کې جرم بلل شوی دی؛ خو قضايي او حقوقي رویه داسې وه، چې دوی دا ډول جرمونه نه تعقیبول یا یې مهم نه بلل.

 د جلال اباد له محاکمې وروسته، په نورو ولایتونو کې نور محاکم هم دغه نوې رویه تعقیبولی شي او دا عمل د یو جرم په توګه وپيژندل شو، چې کله یو عمل جرم وګڼل شي او عدلي ارګانونه هغه تعقیب کړي، له دې سره په اتومات ډول د دغه جرمونو کچه را ټيټېږي او بل څوک زړه نه کوی، چې په اسانۍ سره ملي بیرغ توهین کړي یا هم غیر قانوني ډلو سره اړیکې څرګندې کړي.

درېیم: زموږ په هېواد کې له سولې نیولې تر جنګ پورې، له ودانیزو چارو نیولې تر خدماتي برخې پورې ډېرو برخو کې چې کار نه دی شوی؛ د دې یوه لویه وجه د سیاسي ارادي نه شتوالی ښودل شوی دی، یانې دلته پرېمانه پیسې او امکانات موجود وو، ادارې وي، مشران یې لرل، خو د دغو کارونو د کولو له پاره سیاسي اراده او د سیاسي مشرانو ترمنځ اتفاق نظر نه و موجود، چې دغه نه هماهنګي تر اوسه روانه ده، خو د ملي وحدت د حکومت له راتلو سره دغه امکانات هم کم شول او جنګ او ګډوډي هم زیاته شوه، بهرني عسکر هم کم شول، چې پخوا به یې امنیت ساتلو.

 دغو ټولو نویو چلنجونو هم نوی دولت او د هغه مشران دې ته مجبوره کړي دي، چې باید خپله سیاسي اراده پخه کړي او دغو چلنجونو سره د مقابلې له پاره ځانونه چمتو کړي، چې دا کار یو سلسله اقدمات غواړي، چې یو یې هم د ننګرهار د محصلانو محاکمه ده.

څلورم: که حکومت له یوې خوا له دوښمن سره جګړه کوي او له بلې خوا په نظام کې دننه د هغوی پلویان ښکاره ګرځي، شعارونه ورکوي، د هغوی بیرغونه پورته کوي، یا هم راډیو او ټلوېزیون کې بربنډ غږېږي، دا جنګ نه شي بریالی کېدای؛ نو دا یو ضرورت دی، چې باید نور له هر هغه چا سره، چې د نظام مخالفت کوي، د خلکو وینه تويوي، بمونه الوځوي، له زغمه ورسره کار وانخیستل شي.

داسې ښکارې، چې حکومت یوې غټې معرکې ته وردانګلي دي، چې کامیابي ورته حیاتي ارزښت لري، که په دغه جنګ کې ناکام شي؛ دا یوازې د حکومت نه، بلکې د ټول نظام ناکامي ده، نو فکر کېږي، چې دولت به خپل ټول توان په کار واچوي، له دغه جنګه بریالی راووځي، چې په کې د اکاډیمکو او نورو بنسټونو په منځ کې د مخالفانو د نفوذ مخه نیول شامل دي.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام