غني به د پاکستان ولسمشر سره په تاشکند کې وګوري

ولسمشر غني د شانګهای سازمان په ۱۶مه ناسته کې د  د ګډون په موخه ازبکستان ته لاړ.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني به د دغې سرمشریزې ناستې په څنډه کې د ازبکستان له ولسمشر او د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو له ځينو مشرانو سره هم خبرې اترې وکړي.

ولسمشر محمد اشرف غني نن پنجشنبه (جون ۲۳مه) مخکې له ماسپښينه د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د شانګهای مشرانو په ۱۶ مه ناسته کې د ګډون په موخه په دوه ورځني سفر د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته لاړ.

په دې اړه د بهرنيو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني وايي، چې د شانگهای همکاریو سازمان په غونډه کې د خبرو محور، په اقتصادي برخه کې د سیمه ییزو همکاریو اړوند مسلې، امنیت او له ترهګرۍ سره د مبارزې څرنګوالی دی.

مستغني زیاتوي، چې د پاکستان د وړاندیز پر بنسټ د دغې ناستې په څنډه کې د افغانستان او پاکستان ولسمشران به هم د امنیت، اقتصاد او د تروریزم سره د مبارزې په برخو کې سره وګوري.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ په تورخم کې د تاسیساتو له امله اړیکې خورا زیانمنې شوې دي.

څو ورځې وړاندې پاکستاني پوځيانو هوډ درلود، چې په تورخم کې تاسیسات جوړ کړي او کله چې افغان ځواکونو يې مخالفت وکړ، نو د دواړو خواو ترمنځ درنه جګړه پېل شوه.

د افغان او پاکستاني پوځيانو ترمنځ درې وارې جګړه وشوه، چې له امله دواړو خواوته مالي او ځاني زیانونه اوښتي و.

وروسته بیا د دغې معضلې د ډېپلوماټيک حل له پاره د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حشمت خلیل کرزی پاکستان ته سفر وکړ، خو وروسته بیا راپورونه خپاره شول، چې د دوی خبرې اترې بې نتیجې پای ته ورسېدې.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي، چې ولسمشر محمد اشرف غني به د شانګهای ناستې په څنډه کې د چين، تاجکستان، ازبکستان، قزاقستان، قرقیزستان او ترکمنستان هېوادونو له مشرانو سره هم وګوري.

هغه وايي، چې جمهور رییس به له دوی سره په اقتصادي، امنیتي او د تروریزم سره د مبارزې په برخو کې خبرې اترې وکړي.

د بهرنيو چارو وزارت ویاند پر وینا، افغانستان په ۲۰۱۲ م ز کال کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د څار غړیتوب ترلاسه کړ او د تېرکال راهیسې د یاد سازمان د بشپړغړيتوب له پاره ټول اسناد د تکميلیدو په حال کې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام