
د ولسي جرګې په عمومي غونده کې یو شمېر وکیلانو وویل، کوم تدابیر چې تردې مخکې د غیرحاضرو وکیلانو په اړه وضع شوي وو؛ ښه پایله یې ورکړې او په دې اړه نور تدابیر به هم عملي شي.
د ولسي جرګې منشي عبدالقادر ځاځي وطندوست د وکیلانو د غیرحاضریو مخنیوي په موخه د ولسي جرګې د کورنیو دندو د کړنلارې د ۱۲۵ مادې عملي کولو خبر هم ورکړ.
ځاځي وویل، د ولسي جرګې په عمومي او د کمېسیونونو په غونډو کې که د غړو غیرحاضري له معزرت پرته له ۷ ورځو ډېر دوام وکړي د غیابت مهال معاش به یې وګرځول شي او نومونه به یې د میاشتې په اخر کې نشر شي.
یو شمېر وکیلانو بیا ټینګار وکړ، چې د کورنیو دندو اصول دې پرته له کوم تبعیض نه یوازې د حاضرۍ او غیرحاضرۍ په برخه کې؛ بلکې په ټولو برخو کې عملي شي.
د ولسي جرګې غړي موسی نصرت وویل، د حاضرۍ په برخه کې د کورنیو دندو اصولو پلي کېدو سره غیرحاضري کمه شوې ده او د جرګې اداري پلاوی دې هم دغه اصل په ځان عملي کړي.
د ریپوټونو پر بنسټ له دې مخکې د غیرحاضرۍ له کبله په ډېرو عمومي او د کمېسیونونو په غونډو کې نصاب نه پوره کېدلو؛ ډېر مهم موضوعات به له یوې غونډې بلی ته پاتې کېدل او کله چې د کورنیو دندو اصول په څلورو تنو وکیلانو عملي شول په غونډو کې یې د نصاب په پوره کېدو ښه اغیزه وکړ.





