.jpg)
د کابل یوشمېر اوسېدونکیو د ولسي جرګې غړي عبداللطیف پدرام په ملاتړ د ملي شورا دروازې مخې ته اعتراض کړی دی.
وروسته له هغه چې عبداللطیف پدرام د ولسي جرګې د تېرې چهارشنبې ورځې په عمومي غونډه کې په غزني ولایت کې د ټاکنو حوزوي کولو موضوع پر وړاندې مخالفت اعلان کړ؛ د یوشمېر وکیلانو د تاوتریخوالي ډک غبرګون سره مخ شو.
ننني اعتراض کوونکي چې شمېر یې لسګونو کسانو ته رسېده، د ښاغلي پدرام پر وړاندې دغه ډول چلند غیرمدني عمل بولي او د ولسي جرګې له اداري پلاوي غواړي دغه وکیلان مجازات او په راتلونکي کې د دا ډول چلند له تکراره مخنیوی وکړي.
د دادالله عارفي په نوم یو اعتراض کوونکی وايي، د دوی د راټولېدنې یوازېنی لامل دا دی چې په ولسي جرګه کې بېاحترامي او بېعدالتۍ زیاتې شوې دي.
.jpg)
د ولسي جرګې غړی عبداللطیف پدرام وايي، هغه هېڅکله هم له یو ځانګړي قومه دفاع نه ده کړې او تل یې د ټولو لهپاره د عدالت غږ پورته کړی دی.
دی وايي، هېڅ قوم ته فاشیست نه شي ویلی، پښتان هم د روان حالت قرباني دي او په ولسي جرګې کې د پښتنو استازي د خپلو خلکو له حقونو دفاع نه شي کولی؛ په حقیقت کې زموږ هېوادوالو ته ناسم فکر ورکوي.
د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمی مني چې وکیلان د کورنیو دندو او اصولو خلاف عمل کوي او د دغو اصولو په مطابق باید پر هغوی انضباتي اصول اعمال شي.
د ښاغلي ابراهیمي په وینا، د ولسي جرګې یوشمېر غړي د کورنیو دندو او اصولو اعمال پر وړاندې دریځونه غوره کوي.





