له اتو کالو وروسته د ولسي جرګې د ۱۶مې تقنیني دورې پای

نن له اتو کالو وروسته د ولسي جرګې شپاړسمه تقنیني دوره پای ته ورسېده.

خو د ولسي جرګې ځېنې غړي د دې دورې له کړنو او فعالیتونو نارضايي ښيي او وايي، تېرو ۸ کالونو کې یې د افغانانو له‌پاره بنسټیز کار نه‌دی کړی چې له مفسدو یې دفاع او د خلکو په حق کې یې خیانت کړی‌دی.

ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازی محمدعلي اخلاقي وايي، د دې دورې غړي باید اعتراف وکړي چې د خلکو غوښتنو ته په لاس‌رسي نه‌دي توانېدلي.

دی په ټینګار سره وايي باید د جرګې غړي اعتراف وکړي ولسي جرګې ته د قانون له‌مخې په ورکړل شویو صلاحیتونو کې پاتې راغلي او ګټه یې ونه نه‌ده اخېستې.

ولسي جرګې کې د بدخشان د خلکو استازی امان‌الله پیمان د جرګې یو شمېر استازي د ځېنو وړو مسایلو په تړاو په سیاسي او فاسدو معاملو او د وجدان په پلورلو تورنوي.

ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازی رمضان بشردوست هم د جرګې د شپاړسمې دورې په استازیو نیوکې کوي او وايي، د دغو اتو کالونو په موده کې د جرګې غړیو خلکو ته بنسټیز کار نه‌دی کړی.

ښاغلی بشردوست زیاتوي، چې د ولسي جرګې غړیو د خلکو کورونه وران کړل؛ خو د ځان ته یې ماڼۍ جوړې کړې.

دغه شمېر ولسي استازي وايي، د تېرو اتو کالونو پرمهال شاوخوا ۸۰ استازي تل غیرحاضر وو چې د دغه شمېر استازیو غیابت به د جرګې عمومي ناستې او پرېکړې جدي ستونزو سره مخ کولې.

د ولسي جرګې غړي همدارنګه وايي، جرګه باید د دې دورې د کاري راپور پر ځای د خپلو ستونزو او نواقصو راپور ملت ته وړاندې کړي او له خلکو بښنه وغواړي.

د ولسي جرګې شپاړسمه تقنیني دوره ۱۳۸۹ کال کې د ټاکنو له ترسره کېدو وروسته د پنځو کالونو له‌پاره پیل شوه چې کاري موده یې ۱۳۹۳ کال کې پای ته رسېده او باید د ولسي جرګې ټاکنې شوې‌وی؛ خو دغه ټاکنې ونه‌شوې او ولسمشر غني د فرمان په صادرولو سره دغه دوره تمدید کړه.

دغه فرمان کې امنیتي، مالي او فني ستونزې او د افغانستان د ټاکنیز نظام اصلاح د ولسي جرګې ټاکنو ترسره کولو کې د ځنډ اصلي عوامل بلل شوي‌دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام