.jpg)
د طالبانو ځینو سرچینو رویټرز ته ویلي چې د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو د استازیو ترمنځ غونډې په شپږمه ورځ په افغانستان کې د جګړې پر پای ته رسېدو هوکړه شوې ده.
د سرچینې په وینا چې رویټرز ته یې ویلي، د سولې هوکړهلیک په مسوده کې د دواړو لوریو غوښتنې ځای شوي او یاده غونډه هم نن (شنبه) پای ته ورسېده.
په یاده مسوده کې لیکل شوي چې بهرني ځواکونه باید په ۱۸ میاشتو کې له افغانستانه ووځي.
د رویټرز خبري اژانس په وینا، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته ځي چې هلته له افغان ولسمشر محمداشرف غني سره د یادې شپږ ورځنۍ غونډې مالومات شریک کړي.
د طالبانو مهمې سرچینې رویټرز ته ویلي، دوی امریکا ته ډاډ ورکړی چې د هغو ترهګرو ډلو د مخنیوي لپاره به هڅې کوي چې له افغانستان نه امریکا او متحدینو ته یې ګواښ پېښوي.
تراوسه روښانه نهده چې دواړه لوري به د دوحې غونډې په اړه ګډه اعلامیه خپره کړي او کهنه.





