پاکستان ژمنه کړې چې د افغانستان په چارو کې به لاسوهنه نه‌کوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په کورنیو چارو کې د اسلام‌اباد پر نه لاسوهنې ټینګار کوي.

مخدوم شاه‌محمود قریشي نن سهار د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ افغانستان ته راغی او له ولسمشر محمداشرف غني او د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر یې وکتل.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي وايي، شاه‌محمد قریشي په دغې غونډې کې د افغانستان په کورنیو چارو کې د پاکستان پر نه لاسوهنې ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د افغان سولې بریا د سیمې هېوادونو مسوولیت دی.

د احمدي په وینا، د بهرنیو چارو وزارت هم په دې غونډه کې ویلي چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ اړیکې په ښه کېدو دي او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ پر مخامخ خبرو اترو یې ټینګار کړی دی.

نوموړی وايي، پاکستان ژمنه کړې چې د افغان سولې له‌پاره تر کورنۍ اجماع وروسته به د سیمه‌ییزې اجماع جوړولو برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

دغه راز له ولسمشرغني سره د شاه‌محمود د لیدنې پرمهال د دواړو هېوادونو پر دوه اړخیزو اړیکو، د افغانانو په رهبرۍ د سولې خبرو اترو او په دې برخه کې راتلونکیو اقداماتو په اړه بحث او خبرې اترې شوې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام