
یو شمېر افغان پوځي شنونکي وايي، چې حکومت به پر سردار داوود خان روغتون برید د څيړنو ټول واقعیتونه له خلکو سره شریک نهکړي.
د دوی پر وینا، په نظام کې دننه امنیتي او پوځي جوړښتونو ته په کتو د شهید سردار محمد داوودخان په ۴۰۰ بستریز روغتون دشوي ترهګریز برید په اړه د پټو واقعیتونو په جوتولو هم باور نهلري.
د امنیتي چارو څېړونکی جاوید کوهستاني، سلاموطندارته وویل، د امنیتي بنسټونو په جوړښتونو کې ژور درزونه مینځ ته راغلي، چې ترهګر ددغو درزونو نه په ګټه اخیستو، توانیدلي چې په امنیتي بنسټونو کې بې مخینې ریښې وغځوي او د هېواد پر مهمو ځایونو خپل خونړي بریدونه په بریالیتوب ترسره کړي.
د هغه په باور ۴۰۰ بستریز روغتون برید، د کندوز سقوط، د لوړپوړو چارواکو د ساتنې پر ریاست برید، د میدان وردګ ولایت د پولیسو اکاډمۍ پر محصلانو برید، د بغلان او هلمند د ځینو ولسوالیو سقوط او نور دا په خورا څرګند ډول ثابتوي، چې ترهګریزې ډلې د امنیت په لیکو کې نفوذ کړی دی.
د کوهستاني په دې اند دی، چې حکومت یواځې د خلکو او رسنیو په وړاندې د خپلې کمزورتیا د پټولو لهپاره د پېښو د څیړلو په موخه د حقیقت موندنې پلاوی ټاکي او خپل ضعف ته توجیه لټوي.
هغه د کومې ځانګړې کړۍ نوم نه اخلي، خو وایي چې په نظام کې دننه ځینې کړۍ دښمنانو ته اسانتیاوې برابروي، چې د خونړیو پېښو لامل کيږي.

پوځي کارپوه نیوکه کوي، چې د حقیقت موندنې کمېسیون تر اوسه هیڅ راز لاسته راوړنه نهلري او نه يې هم کوم مجرم د سزا تر حده رسولې.
هغه وايي، چې حقیقت موندنې کميسیونونو ته امکانات او پېسې ورکول کيږي او هغوی يې بیا په بدل کې د دولت په ګټه پریکړې کوي.
بل پوځي شنونکی زلمی وردګ بیا په دې باور دی چې د حقیقت موندنې د کمیسیونونو په جوړښت کې باید د هغو پوهو او مسلکي جنرالانو او افسرانو نه کار واخیستل شي، چې د وسلهوالو ځواکونو د احتیاط په چوکاټ کې موجود دی.
د هغه پر خبره، کندوز ولایت دوه وارې سقوط وکړ، خو هر څه يې خاموشه پاتې شو.
هغه هم د دغه کمېسیون پر لاسته راوړنو نیوکې کوي او وايي، چې د کمېسیون له څېړنو وروسته په وضعیت کې هیڅ راز تغیرات نه راځي.
د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري سلاموطندار ته وویل، د سردار محمد داوودخان ۴۰۰ بستریز روغتون د پېښې په اړه دحقیقت موندنې کمیسیون خپل کار پیل کړی او د څیړنو وروسته به د خپلو موندنو رپوټ له خلکو سره شریک کړي.
نوموړي زیاته کړه: " هغه پلاوی چې ټاکل شوی د هغې په راس کې جنرال هلال الدین هلال دی د ستراتیژیکو اړیکو په برخه کې د ملي دفاع وزارت مرستیال دی ، دوی چې کار پیل کړی پرمختګ هم لري، خو کار یې ختم شوی نه دی کله یې چې څیړنې بشپړې شې، پایلې به یې له تاسو او د افغانستان له خلکو سره شریکې شي."
وزیري زیاته کړه د افغانستان جګړه بهرنۍ لاس وهنې او ریښنې لري.
د ملي دفاع وزارت ویاند زیاتوي، چې پاکستان عملاً له ترهګرۍ او هغو ترهګریزو شبکو ملاتړ کوي چې ددغه هیواد په خاوره کې ترهګریزې زدهکړې کوي.
د کندوز د سقوط له پیښې وروسته ولسمشر له ۶۰ ډیر کمیسیونونه د ترهګریزو پېښو د څیړلو په موخه جوړ کړي، خو یو یې هم د ترهګریزو پېښو پټ واقعیتونه له خلکو سره نهدي شریک کړي، ترڅو له مخې يې په راتلونکې کې د ورته پېښو مخنیوی وشي.





