
اجرایه رییس عبدالله عبدالله نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، که فرصت برابر شي افغان حکومت د سولې په خبرو اترو کې د ګډون چمتووالی لري.
د عبدالله په وینا، که طالبان اوربند او بینالافغاني خبرو ته چمتو نهشي، هغه ډاډ چې له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کولو او د افغانستان له خاورې نه د نورو هېوادونو نه ګواښلو په اړه طالبانو ورکړی، بسنه نه کوي.
د عبدالله دا خبرې داسې مهال مطرح کېږي چې سلاموطندار پرون د یوې باوري حکومتي سرچینې په نقل راپور خپور کړ چې طالبانو د ملي یووالي حکومت له اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره د خبرو اترو شین څراغ ورکړی دی.
اجراییه رییس د خبرو په یوه برخه کې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د وروستیو څرګندونو په اړه ویلي، افغانان په هېڅ ډول نه غواړي چې بهرني هېوادونه یې برخلیک وټاکي.
د عبدالله په خبره، پاکستان باید دې پایلې ته رسېدلی وي یا ورسېږي چې د افغانستان د برخلیک ټاکلو حق د افغانانو دی.
اړوند مطالب:





