
د پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملي مصالحې عالي شورا کې د غړي په توګه ګډون رد کړ. د نوموړي له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې سولې ته کار کوي او ورته د رسېدو لپاره به خپل ټول توان وکاروي، خو په هېڅ حکومتي جوړښت کې برخه نه اخلي.
د کرزي دا غبرګون یوه ورځ وروسته له هغې دی چې ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ د یوه فرمان په لاسلیک سره د ملي مصالحې عالي شورا د غړيو او د دې شورا د مشرتابه پلاوی تایید کړ.
د ارګ له لوري معرفي شويو کسانو کې حامد کرزی، عبدالرب رسول سیاف، ګلبدین حکمتیار او یو شمېر نور پخواني جهادي قوماندانان، اوسني حکومتي چارواکي، د مېرمنو استازې او د مصالحې عالې شورا د رهبرۍ پلاوي غړي شامل دي.
ارګ د مصالحې عالي شورا غړي داسې مهال تایید کړي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې چې ټاکل شوې وه دوحه کې وشي، ځنډېدلې دي.





