
د ناټو عمومي منشي یُنس ستالتینبرګ په بروکسل کې خبریالانو ته د یوې ناستې پرمهال وویل، چې په راتلونکې کې به هم افغانستان د دوی د کارونو په لومړتوب کې ځای ولري.
همدارنګه هغه دا هم وویل، چې افغانستان به د بروکسل راتلونکي کال غونډه کې بیا هم د ناټو لهپاره مهم وي.
هغه زیاته کړه، چې ناټو له افغانستان سره په خپلو ژمنو ولاړ دی.
د ناټو عمومي منشي له امریکا متحده ایالاتو غوښتنه وکړه، چې له افغانستان سره د سیاسي ملاتړ ترڅنګ نورې مرستې هم وکړي.
عمومي منشي له افغان امنیتي ځواکونو پر پریکنده ملاتړ یوځل بیا ټینګار وکړ.

ستالتینبرګ په جوړه شوې ناسته کې وویل، چې دوی په راتلونکي بروکسل ناسته کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرامپ انتظار باسي.
داسې اوازې دي، چې ممکن د نړۍ ځينې هېوادونه له ناټو سازمان سره مخه ښه وکړي او خپل ملاتړ ته دوام ور نه کړي، چې د دغو هېوادونو له ولسمشرانو یو يې د امریکا نوی منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ دی.





