عبدالله: حکومت کې د یو اړخیزو ګمارنو زغم نه لرو

په دې وروستیو کې د ولسمشر غني له لوري په بهرنیو چارو وزارت او ځینو سفارتونو کې له ګمارنو وروسته،  اجرایه رییس او د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم مشر عبدالله عبدالله نن په سپېدار ماڼۍ کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې له دې وروسته په حکومت کې د یو اړخیزو او خپلسرو ګمارونو تحمل نه لري.

عبدالله عبدالله خبرداری ورکړ چې که ولسمشر غني له یو اړخیزو او خپلسرو ګمارنو لاس وا نه خلي، د قانون او د ملي یووالي حکومت جوړېدو له هوکړه لیک سره سم به جدي ګامونه پورته کړي.

 نوموړي زیاته کړه چې د ولسمشر له خوا یو اړخیز او سلیقه‌يي ګمارنې په نظام کې د ګډوډۍ لامل شوي او حکومتي بنسټونه یې کمزوري کړي دي.

دغه راز اجرايیه رییس وویل چې که څه هم ده په هېواد کې د ثبات ساتلو لپاره ډېره حوصله وکړه، خو د ولسمشر غني په چلند کې هېڅ ډول تغییرات را نه غلل او زياته يې کړه چې د سولې او حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر غني پروګرامونه د امنیتي ځواکونو د مرګ‌ژوبلې زیاتېدو لامل شوي او د ارګ پراخ فساد د رسنیو سرخط جوړ شوی دی.

په دې ناسته کې د عبدالله عبدالله متحدینو له نوموړي غوښتنه وکړه چې د ولسمشر غني پر وړاندې ودرېږي او دی هم په خپل سري ګمارنو لاس پورې کړي.

د عبدالله عبدالله پلویانو د ولسمشر غني پر کړنو او ګمارنو نیوکه وکړه او دغه ګمارنې یې سلیقه‌يي وګڼلې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام