
د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي وايي چې ټاکل شوې د سولې لویه مشورتي جرګه د جمعې په ورځ د ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلیک په اړه د پرېکړه لپاره جوړه شي.
نوموړي نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې د تېر کال د سولې لویې مشورتي جرګې غړي به دې جرګې ته هم را وغوښتل شي.
صدیقي وايي، د یادې جرګې د راغوښتلو موخه د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو په اړه پرېکړه، د وروستیو نولس کلونو لاستهراوړنې، جمهوري نظام، جمهوریت او ور پورې د تړلیو ارزښتونو د ساتلو او د افغانستان د راتلونکي په اړه مشوره کول دي.
هغه زیاته کړه، حکومت غواړي چې د سولې پروسه رڼه واوسي او لویه جرګه هم د همدې لپاره را غواړي.
دولت څه موده مخکې اعلان وکړ چې د ۵۹۲ طالب بندیانو د خوشې کولو واک نه لري، هغه پرېکړه چې د سولې پروسه یې له خنډ سره مخ کړه.
ولسمشر محمداشرف غني د اختر په لومړۍ ورځ وویل، د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو چې د حقالعبد مواردو مرتکب شوي، لویه مشورتي جرګه را غواړي.
ولسمشر غني په خپله اختریزه وینا کې وویل چې د اساسي قانون او نورو نافذه قوانینو له مخې، د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو واک نه لري او په دې اړه د پرېکړې لپاره لویه جرګه را غواړي.
ولسمشر زیاته کړه چې د یادو بندیانو د نه خوشې کولو پرېکړه یې د ټولو طالب بندیانو د خوشې کولو په اړه منفي ځواب ورکول نه دي، بلکې غواړي چې په دې اړه له خلکو سره مشوره وکړي.





