صدیقي: د تاوتریخوالي دوام به د خبرو د پیل لپاره د باور فضا زیانمنه کړي

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي ډېروالي خلک اندېښمن کړي او دوام به یې د سولې خبرو اترو د پیل لپاره د باور فضا زیانمنه کړي.

نوموړي نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې دولت په هېواد کې د سولې راتلو ته ژمن دی او لپاره یې ستر ګامونه اوچت کړي دي.

هغه زیاتوي چې ښايي په جولای میاشت کې بین‌الافغاني خبرې اترې پیل شي. صدیقي وايي، د دولت د سولې مرکچي پلاوی د سولې خبرو اترو پیل ته چمتووالی لري او د دولت له لوري د یادو خبرو د پیل لپاره هېڅ ډول خنډ او مخنیوي نشته.

د ولسمشر ویاند ټینګار کوي، که د سولې خبرو اترو د پیل لپاره هر ډول خنډ جوړېږي، هغه به د طالبانو له لوري وي.

صدیق صدیقي وايي، دولت تر اوسه د سولې خبرو اترو پیل ته د لار هوارولو په موخه نږدې څلور زره طالب بندیان خوشې کړي دي.

په همدې حال کې رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی چې د حکومت او طالبانو ترمنځ د هغو ۲۰۰ طالب بندیانو په اړه چې په سترو او خونړیو بریدونو کې یې لاس درلود، شته اختلافونه تر یوې کچې حل شوي دي او تمه ده چې ژر تر ژره بین‌الافغاني خبرې اترې پیل شي.

په دغه راپور کې لیکل شوي چې حکومت غواړي د یادو ۲۰۰ بندیانو پر ځای نور طالب بندیان خوشې کړي.

رویټرز د یوې حکومتي سرچینې له قوله لیکلي چې که طالبان د بندیانو پر تبادلې هوکړه ونه کړي، بین‌الافغاني خبرې اترې به وځنډېږي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک له مخې، ټاکل شوې وه چې دولت پنځه زره طالب بندیان او طالبان هم ۱۰۰۰ امنیتي ځواکونه خوشې کړي.

حکومت تر اوسه ۳ زره او ۸۹۵ طالب بندیان او طالبانو هم شاوخوا ۶۰۰ د دولت بندیان خوشې کړي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام