سرور دانش: په دولتي ادارو کې قومي توازن ډېر شوی

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د عبدالعلي مزاري د مړینې د ۲۳م تلین پرمهال په دولتي ادارو کې د قومونو په متوازن حضور ټینګار وکړ او له اداري اصلاحاتو یې د لویو او کوچنیو ادارو په تشکیلاتو کې د قومي حضور د فیصدي خپرولو غوښتنه وکړه.

د ښاغلي دانش په وینا، په دولتي ادارو کې قومي توازن ښه شوی او په وروستیو کې د اداری اصلاحاتو د قانوني بهیر له لارې مقرریو کې روڼوالی ډېر شوی چې دې چارې د تبعیض مخه نیولې ده.

د ولسمشر د دویم مرستیال په باور، په دولتي ادارو کې قومي ترکیب د ټولو افغانانو اراده ده او که‌چېرې په‌دې اړه کوم مشکل پېښ شي؛ حل به یې کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام