/کمیسون شکایات.jpg)
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مسوولان وايي، د ولسي جرګې ټاکنو کې د نوماندانو له وروستي نوملړه ۳۵ نوماندان اېستل شويدي.
یاد کمېسیون نن (شنبې) کابل کې یوې خبري غونډې کې د ولسي جرګې راتلونکیو ټاکنو ته د یادو نوماندانو نومونه اعلان کړل چې ځېنې پېژندل شوي کسان هم پهکې دي.
ملاترهخېل محمدي، قیس حسن، ضیاالحق امرخېل، فوزیه کوفي، بشیر قانت، مریم کوفي، معصومه خاوري، اسدالله شریفي، لیاقتالله بابکرخېل، شېرعلي احمدزی، زرداد فریادي، اکبر ستانکزی، ښایستهباز ناصري، جاوېد زمان او یو شمېر نور شامل دي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویاند عليرضا روحاني وايي، د کمېسیون غړیو د تېرې شپې تر ناوخته پر دې نوملړ کار کړی او نن یې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته سپارلی.
/د نوماندانو نوملړ.jpg)
نوموړي ټینګار وکړ، که ټاکنیزو کمېسیونونو کې پر کوم شخص ادعا، سند او مدارک موجود وي، باید د هماغه کس پر وړاندې وکارول شي او د یوه کس پر سر ټول کمېسیون تر پوښتنې لاندې را نهشي.
د دې کمېسیون د مسوولانو په وینا، کابل، ننګرهار، کندوز، بغلان، بدخشان، خوست، سمنګان، بلخ، تخار، پروان، پکتیا، او بامیان هغه ولایتونه دي چې ولسي جرګې ته یې د نوماندانو نومونه له وروستي نوملړه اېستل شوي دي.





