
په قطر کې بينلافغاني خبرو لپاره د حکومت د مرکچي پلاوي غړی محمد امین احمدي سلاموطندار ته وايي، ټاکل شوې نن ماښام د دواړو پلاويو ترمنځ لومړنۍ ګډه عمومي غونډه جوړه شي.
نوموړی زیاتوي چې د بینالاافغاني خبرو عمومي غونډه به د دواړو لوريو د ريیسانو په مشرۍ ترسره کېږي.
احمدي وايي، طالبان هڅه کوي چې د سولې خبرو کې د حکومت مرکهچي پلاوی ستونزو سره مخ کړي، خو دوی به د ستونزو پر وړاندی درېږي، څو خپلې موخې ته چې سوله ده، ورسېږي.
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردک بیا وايي، د مذاکراتو د لومړنۍ عمومي غونډې جوړولو پرېکړه د تماس ډلو د تېرې ورځې ناسته کې شوې ده.
محمد نعیم وردک پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، تېر ماښام دوحه کې د طالبانو او حکومت د مرکچي پلاويو د تماس ډلو دويمه غونډه هم شوې چې د راتلونکيو ناستو پر کاري اصولو او مهالوېش یې خبرې او هوکړه کړې او د سېشنبې په ورځ به عمومي غونډه وشي.
په ورته وخت کې د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي نادر نادري نن پر ټوېټرپاڼه لیکلي، د حکومت مذاکراتي پلاوي د سېشنبې په ورځ یو ځل بیا خپلمنځي لیدنه جوړه کړې او د تېرې شپې د لیدنې راپور یې ارزولی دی.
نادري زیاته کړې، سوله پېچلې، خو ممکنه ده.
بل پلو د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد تېره ورځ د پاکستان اسلاماباد ته تللی او پاکستاني چارواکيو سره یې د افغان سولې او ځینو نورو مسلو په اړه خبرې کړې دي.





