
بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت ۱۳۵ کارکوونکي د تېرو پنځو کلونو پر مهال له دندو لرې شوې دي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه، لیکل شوي چې د یادو کسانو د لرې کولو ستر لامل بېرته هېواد ته نه را ستنېدل او وظیفوي بېغوري وه.
بهرنیو چارو وزارت د خپلو ټولو ګوښه شويو کارکوونکیو نوملړ هم رسنیو ته استولی دی.
خبرپاڼې زیاته کړې، د یادو کسانو له ډلې ۸۹ کسان له هېواده بهر په کونسليو او سیاسي استازولیو کې وو، خو بېرته هېواد ته نه دي راستانه شوي او ۴۶ نور کارکوونکيو هم د وظیفوي بېغورۍ، په نورو ادارو کې د ګومارل کېدو او نورو لاملونو له کبله خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې یادو کسانو یوشمېر یې په امریکا، اروپا او اسیاو قارو کې د افغانستان په سیاسي استازولیو او کونسلګریو کې پر دندو بوخت وو او ځینې هم د وظیفوي بېغورۍ له کبله له دندو ګوښه شوي دي.
بهرنیو چارو وزارت داسې مهال د دغو کارکوونکیو د ګوښه کولو خبر ورکوي چې دغه وزارت په دې وروستیو کې د محمداشرف غني په لارښوونه د اصلاحاتو لړۍ پیل کړې ده.





