
د ولسي جرګې غړي اندېښنه ښيي چې د بینالافغاني خبرو په درشل کې د سولې پروسې په اړه هېچاته کره معلومات نه ورکول کېږي او په دې نه پوهېږي چې څه به وشي.
د يادې جرګې رييس میر رحمان رحماني د جرګې نننۍ عمومي غونډه کې وویل، د سولې خبرې ګونګې دي او د ولسي جرګې د غړيو په ګډون ان د حکومت مرکهچي پلاوی هم نه پوهېږي چې دا لړۍ څرنګه مخ ته روانه ده او څه وخت به بینالافغاني خبرې پیل شي.
په همدې حال کې د چارو ځینې شنونکي وايي، ولس سره د سولې پروسې په اړه د معلوماتو نه شریکول په دې مانا دي چې خپله امریکا نه غواړي، ترڅو دا خبرې پیل شي.
دوی وايي، سره له دې چې امریکا په وار وار هرڅه ژر د بینالافغاني خبرو د پیل غوښتنه کړې، خو اوس چې د خبرو پیل لپاره ټول خنډونه له منځه تللي، نو امریکایي چارواکيو چوپتیا غوره کړې ده.
د چارو شنونکي محب الله شریف وویل، امریکا د سولې پروسه د ولسمشر ټرمپ د ټاکنیز کمپاین لپاره پیل کړې چې کومه ګټه به هم ونه لري او خبرې تر دامهاله پرته له درېیمګړي ترسره شوې دي.
شریف اندېښنه ښيي چې د سولې ټولې خبرې د پردې ترشاه دي او دا مسله ډیره ټکنۍ روانه ده چې په اړه یې عامو خلکو ته معلومات هم نه ورکول کېږي.
سره له دې چې څه موده مخکې افغان حکومت د زندانیانو د تبادلې بهیر د بشپړېدو خبر ورکړی، خو د طالبانو ویاند محمدنعیم وردک وړمه ورځ یو ځل بیا ویلي، تر هغه چې حکومت د دوی سل بندیان خوشې نه کړي د سولې خبرې به هم پیل نه شي.
خو د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وايي، د طالبانو غوښتنې سره سم ټول طالب بندیان خوشې شوي او د سولې پروسه کې د ګاونډیانو په ګډون ټول اړخونه دې صادقانه عمل وکړي.
ناجيې انوري وویل، د بینالاافغاني خبرو پر وړاندې ټول خنډونه لرې شوي او باید هرڅه ژر دا خبرې پیل شي.
د سولې پروسې او د بینالافغاني خبرو پیلېدو او په تړاو يې د معلوماتو نه ورکولو په اړه اندیښنې داسې حال کې مطرح کېږي چې د رویټرز خبري اژانس ویلي، د امریکا ولسمشر ټرمپ په پام کې لري چې راتلونکيو څو ورځو کې افغانستان کې خپل پوځیان نور هم راکم کړي.





