
د ولسي جرګې لومړي مرستیال حاجي ظاهر قدیر د جرګې په نننۍ غونډه کې وویل، چې ولسمشر محمد اشرف غني ولسي جرګې او مشرانو جرګې ته بلنه وکړې، چې په ارګ کې د امنیتي حالاتو په اړه خبرې وکړي.
د قدیر پر وینا، ولسمشر غني ملي شورا نن ماښام ۷ بجې ورغوښتې ده، چې په هېواد کې د روان امنیتي وضعیت تر څنګ د سولې او جګړې په اړه اجرایوي رییس، د هغه مرستیالانو او د هېواد له امنیتي چارواکیو سر یوځای خبرې وکړي او د حل له پاره یې پر نویو لارو چارو فکر وکړي.
د جرګې د لومړي مرستیال په خبره، په دې غونډه کې به د ولسي جرګې او مشرانو جرګې څلور- څلور وکیلان د زونونو په استازولۍ خبرې وکړي او ستونزې او اندېښنې به د غونډې ګډونوالو ته واوروي.

د ولسي جرګې لومړي منشي عرفان الله عرفان وړاندیز وکړ، چې دوی باید د سولې او جګړې په اړه له یوې هر اړخیزې طرحې سره دې غونډې ته ولاړ شي او هڅه به وکړي، خپله طرحه د غونډې له ګډونوالو سره شریکه کړي.
د ولسي جرګې منشي عرفان الله عرفان له وړاندیز وروسته، په ولسي جرګه کې یو پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې د سولې او جګړې په اړه په یوې هر اړخیزې طرحې کار وکړي، چې په ماښامنۍ غونډه کې یې د حل لارې د پيدا کولو په توګه وړاندې کړي.
په وروستیو کې د هېواد امنیتي حالات دومره ترینګلي شوي دي، چې ارګ، ملي شورا، اجرایوي ریاست او امنیتي ارګانونه یې د یوې نوې حل لارې د لټولو په پار راټول کړل.
له دې غونډې وروسته به معلومه شي، چې دوی د طرحو او نظرونو له شریکولو وروسته د امنیتي حالاتو د قابو کولو له پاره څه کولی شي.





