افغان چارواکي د تورخم دروازې د خلاصولو ډاډ ورکوي

په پاکستان کې د افغانستان سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې له پاکستاني چارواکو سره یې د تورخم دروازې د بېرته خلاصولو په اړه خبرې اترې کړي دي.

زاخېلوال لیکلي دي، چې ډېر ژر به د تورخم دروازه د افغانانو پر مخ بېرته خلاصه شي.

افغان سفیر زیاتوي، چې د رامنځته شوې ستونزې د حل په برخه کې له پاکستاني چارواکو سره نتیجیې ته رسېدلي دي.

زاخېلوال په داسې حال کې د تورخم زنځیر د بیا خلاصولو خبره کوي، چې له دوه ورځو راهیسې د تورخم دروازه تړل شوې ده او دواړو لورو ته سلګونه افغان ناروغان بند پاتې دي.

لومړني معلومات

پاکستانیو ځواکونو د تورخم په سیمه کې د سرحدونو د قوانیونو خلاف نظامي تاسیسات جوړول، چې افغان پوله ساتو ځواکونو پرې کار بند کړ او پاکستانیو ځواکونو د افغان پوله ساتو ځواکونو د دې کار په غبرګون کې د تور خم در وازه وتړله.

د دې رامنځته شوې ستونزې په اړه د ۳۰۱ سرحدي زون مرستیال ډګروال ذبیح الله قاضي زاده له سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې پاکستانیو ځواکونو د سرحدي قوانیو خلاف د تورخم په سیمه کې تاسیسات جوړول او دوی یې د کار مخه ونیوله.

قاضي زاده وویل، چې د پاکستان نظامیانو په دې سیمه کې خپلې دریېم نمبر پوستې ته پل او جنګله جوړوله، چې د افغان پوله ساتو ځواکونو د غبرګون او کار بندیز په مقابل کې یې د افغانانو پر مخ د تورخم زنځیر وتړلو.

هغه وايي، د دواړو غاړو له لوري په سیمه ییزه کچه غوښتنې تبادله شوي او ژر به د دغې مسلې حل را وباسي.

ډګروال ذبیح الله زیاتوي، له پرون راهیسې افغان پوله ساتي او پاکستاني ځواکونه یو بل ته ګوته پر ماشه او د تیارسئ په حال کې دي.

د تورخم زنځير تړلو او شته ستونزو په اړه څوتنو بند پاتې شویو مریضانو له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې دواړو خواوو ته زیات شمېر مریضان بند پاتې شوي دي او خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

دغه کسان وايي، چې له دوه ورځو راهیسې یې د دروازې په اخوا کې په روغتونو کې د مړو شویو ناروغانو جنازې هماغسې پاتې دي.

د دوی په خبره، ځېنې کسان د شمشاد په غره واوښتل او ځېنې نور یې نظامیانو را ایسار کړل او د اوښتو اجازه یې ور نه کړه.

دوی وویل، چې که حکومتونه ژر تر ژره دغه ستونزه حل نه کړي او د ناروغانو او په روغتونو کې د مړو شویو مریضانو جسدونو ته د وړلو اجازه ور نه کړي، د تورخم په دواړو خواوو کې به پراخ لاریون وکړي.

دا لومړی ځل نه دی، چې تورخم کې د تاسیساتو جوړولو پر سر د دواړو لوریو تر منځ لانجه راپورته کېږي، بلکې له دې وړاندې هم دغه ډول ستونزې را منځته شوې وې، چې له امله یې پاکستان غاړې د تورخم دروازه د افغان مسافرو پر مخ تړل شوې وه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام