ولسمشر غني: د اختر په څلورمه اوربند تمدیدوو

ولسمشر غني د اختر په دویمه ورځ ناوخته په یوه وېډویې پیغام کې د اوربند په ښه پلي کیدا خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې اوربند له پراخ ولسي ملاتړ سره مخ شو.

محمد اشرف غني وویل: « د ولس قاطع غوښتنې ته د احترام په خاطر د کوچني اختر له څلورمې ورځې څخه د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د اوربند د تمدید هدایت ورکوم، د تمدید شوي اوربند جزیات به ډېر ژر ملت سره شریک شي.»

دغه‌راز ولسمشر زیاته کړه:«د افغانستان اسلامي جمهوري دولت، لویې څارنوالۍ اوربند ته د احترام په خاطر او د ښه نیت د څرګندولو په خاطر پرون ۴۶ تنه طالبان له زندانه ازاد کړل، د محبوسینو د ازادولو لړۍ به دوام وکړي، په دې شرط چې د سولې او اوربند په هکله د مقابل لوري څخه هم مثبت عکس العمل ولیدل شي.»

ښاغلي غني په ټینګار سره وايي، له وسله‌والو طالبانو هم غواړو چې هغوی هم خپل اوربند تمدید کړي. د اوربند په موده کې به د افغانستان د حکومت له‌خوا د طالبانو ټپیانو ته طبي مرستې او د اړتیا په وخت کې بشري مرستې ورسېږي او د طالبانو بندیانو ته به له خپلو کورنیو سره د اسانه تماس او لیدلو زمینه هم برابره شي.

د هېوادونو او سازمانونو له‌خوا د ولسمشر غني د اوربند غځولو اعلان ستاینه

تېره ورځ د امریکا بهرنیو چارو وزارت په خپرې شوې اعلامیه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند اعلان او له عملي کېدو یې ستاینه او ملاتړ کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي دي، په خوالو رسنیو کې د افغان سرتېرو، ولس او د طالبانو ګډه خپاره شوي انځورونه ښيي که دوی یو ځای لمونځ اداکولی شي او ګډه خوښي لمانځلی شي دغه راز د دواړو خواوو مشرانو دغه روان کړکېچ هم حلولی شي.

په ورته وخت کې د برېټانیا د بهرنیو چارو وزیر بوريس جانسن، د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ، د افغانستان له‌پاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تاداميچي ياماموتو، په افغانستان کې د ناټو تر مشرۍ لاندې د غوڅ ملاتړ ماموريت، اروپايي ټولنې، د افغانستان د سولې عالي شورا، په افغانستان کې د امریکا سفارت او یوناما په خپرو کړیو اعلامیو او په خپلو رسمي فیسبوکونو او ټویټونو کې د ولسمشر غني له‌خوا د اوربند غځېدو اعلان تمدید هرکلی دی او له وسله‌والو طالبانو یې غوښتي دي چې دا فرصت باید له لاسه ورنه‌کړي.

په ورته وخت کې د ولسمشر غني له دې اعلان وروسته زیاترو هېوادونو د دې خبرې ملاتړ کړی دی او په خوالو رسنیو یې خپل مثبت غبرګون او تاثر ښودلی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام