طالبانو په هرات کې د دولت ۲۸ بندیان خوشې کړل

د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې پر دوام، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي چې پرون یې په هرات کې د دولت ۲۸ بندیان خوشې کړي دي.

طالب ډلې ویلي چې د بندیانو د تبادلې له پیل راهیسې یې ۱۸۰ بندیان په کندهار، لغمان، کندوز، بادغیس او هرات ولایتونو کې خوشې کړي دي. خو افغان دولت د ۱۲۳ کسانو خوشې کول تایید کړي او ویلي یې دي چې طالبانو یوشمېر ملکیان د امنیتي ځواکونو په نوم را خوشې کړي دي.

ولسمشر غني د لوړې مراسمو پر مهال وویل چې سولې ته د ښه نیت ښودلو او د کورونا ویروس د مخنیوي په موخه به د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو فرمان صادر کړي. د دغه فرمان له صادرېدو راهیسې زر طالب بندیان په ۱۲ پړاوونو کې خوشې شوي دي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل څو ورځې وړاندې وویل چې طالبان باید د افغانانو د وژلو لړۍ ودروي او ژر تر ژره له افغان دولت سره د سولې مخامخ خبرو ته چمتو شي. نوموړي ویلي چې د مخامخ خبرو ځنډول هېڅ ډول توجیه نه لري او د خلکو د وژل کېدو لامل کېږي.

خو طالبان بیا د خپلو ۵ زره بندیانو پر خوشې کولو ټینګار کوي. د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک له مخې، ټاکل شوې وه د دې ډلې ۵ زره بندیان او زر هم د افغان دولت خوشې شي، خو تر اوسه دا کار نه دی شوی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام